Uncategorized

د بې پولې خبریالانو سازمان: “د طالبانو د اسختباراتو له لوري د خبریالانو نیول غندو”

د بې پولې خبریالانو سازمان د طالبانو د استخبارتو له لوري د خبریالانو نیول او شکنجه کول غندلي دي

د بې پولې خبریالانو سازمان په وروستیو ورځو کې د طالبانو د استخباراتو له خوا د ځینو خبریالانو نیول غندلي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان وايي طالبان باید د افغان خبریالانو د کار خنډ ونه ګرځي.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو استخباراتو تېر څو ورځو کې لږ تر لږه درې افغان خبریالان نیولي چې له ډلې یې دوه تنه تر دوو ورځو بند وروسته خوشې شوي.

ځینې خبریالان له هم د طالبانو په بند کې دي

د دغه سازمان د اعلامیې له مخې د کیوډو نیوز جاپاني اژانس افغان خبریال احسان اکبري چې د جنوري په اولسمه په کابل کې نیول شوی لا هم د طالبانو په بند کې دی.

topshot afghanistan conflict women protest
خبریال چې طالب جنګیالی یې د ټوپک په شپېلۍ وهي.

احسان اکبري لومړی د طالبانو استخباراتو ورغوښتی و او په سبا یې طالبان د هغه کور ته ورغلي او له هغه یې د کار وسایل هم نیولي او په خپله یې له ځانه سره وړی دی.

نور ولولئ: طالبان افغانستان کې ښځې له کار او زده کړو منع کوي، خو بهر کې له نیم لوڅو سره انځورونه اخلي

نور ولولئ: افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

نور ولولئ: د افغانستان ښځینه خبریالانو بنسټ: په ۲۰۰ کې ۴۵ سلنه خبریالانې وزګارې دي

په دې اعلامیه کې د بې پولې خبریالانو سازمان د جنوبي اسیا څانګې په حواله راغلي چې: “د طالبانو د استخباراتو له خوا د خبریالانو بیا بیا نیول د خپلواکو خبریالانو د ویرولو او د رسنیو د هرې بڼې د ازادۍ ځپل دي.”

ددغه سازمان غوښتنه

د بې پولې خبریالانو سازمان له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره احسان اکبري له بنده خوشې او د نورو خبریالانو تنبیهي بندیانول ودروي.

gehcshpx0aeiqvo
خبریال احسان اکبري

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې يا ‘سي پي جی’ هم د احسان اکبري په خوشې کېدو ټینګار کړی دی.

دې کمېټې په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اکبري نیول او د هغه د کاري وسایلو ضبطول تایید کړي، خو مجاهد دې کمېټې ته ویلي چې د کیوډو نیوز خبریال یې ځکه نیولی چې هغه ګواکې د طالبانو د حکومت له مخالفو کړیو سره تماس درلود او هغوی ته یې معلومات ورکول.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي، د طالبانو چارواکي باید اکبري بې قیدو شرطه سمدستي خوشې کړي او د مطبوعاتو د کارکوونکو د کار په خاطر دې د هغوی له نیولو ډډه وکړي.

تر اکبري وروسته د ګردش اطلاعات په نوم د یوه خبري اژانس څښتن احمد جواد رسولي او اېډېټر عبدالحق حمیدي هم د طالبانو استخباراتو د دو ورځو لپاره بندیان کړي وو.

د طالبانو ځواکونو بیا په خوست کې هم تېره اوونۍ د ‘نن ايف ايم’ راډیو ودانۍ ایسار کړې وه او ددې راډیو لږ تر لږه درې کارکوونکي او خبریالان یې بندیان کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button