تجارت خبرونه

د تجارت په اړه د کابل او اسلام اباد ګډه غونډه

په کابل کې د اسلامي امارت له مسؤلینو سره ګډه ناسته

کابل ته راغلي پاکستاني پلاوي نن سې شنبې (د چنګاښ په ۲۹مه) کابل کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د سوداګرۍ د زیاتوالي او د ټرانزیټي ستونزې د حل په اړه ګډه غونډه جوړه کړې ده.

ناخالص توکي د افغان سوداګرو لپاره یوه جدي مسله ده

په دغې غونډه کې د کابل او اسلام اباد تر منځ د ترانزیت د ستونزو حل، د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې ډېرښت او پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو د واردولو په تړاو خبرې کېږي. د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیرنورالدین عزیزي وايي:«د ګراس سټېفنګ په موضوع چې د افغانستان سوداګرو ته یوه ډېره جدي موضوع ده خبرې کېږي. د بارتر «ترید» په هکله چې د توکو سوداګري ده د ډبرو سکرونو د موضوعګانو په هکله خبرې کېږي او د ډبرو سکرو د صادارتو لپاره باید ښې لارې ولري.

    د دغې غونډې پایله به د چهارشنبې په ورځ روښانه شي؛ خو د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په دې وروستیو کې پاکستان ته د افغانستان د صادراتو په کچه کې ډېرښت راغلی او په وینا یې اسلام اباد هڅې کوي له کابل سره خپلې سوداګریزې چارې بېرته پخواني حالت ته وګرځوي.

نور یی ولوله | د سوداګرۍ وزارت لخوا کابل کې په ټیټه بیه د تېلو وېشلو لړۍ پیل شوه

نور یی ولوله | ډېر ژر به عربی امارات او ترکي ایرلاین کابل ته الوتنې پیل کړې

د پانګونې او سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی څرګندوي:«پاکستان هڅه کوي چې افغانستان ته یې واردات ورځ په ورځ کمېږي، چې خپل واردات زیات کړي، په واګا او همدارنګه په کراچۍ، تورخم، چمن او غلام خان کې یو لړ تخنیکي، بندري، سرحدي ستونزې شته او د دې سوداګرۍ د چټکتیا مخنیوی کوي. له دې سره سم، د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، لا هم افغان سوداګر پاکستان ته د تازه مېوو او سبزیجاتو د صادراتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

  د کرنې او مالدارۍ خونې غړی میرویس حاجي زاده وویل:«د صادراتو په وخت کې په ځانګړې توګه زموږ مېوه او زموږ د سوداګر مال په تورخم کې درول کېږي یا یې سکن خراب وي او یا نه یې سکن وي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، افغانستان په ۱۴۰۰ کال کې پاکستان ته د څه باندې ۳۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل؛ خو له پاکستانه افغانستان ته د وارداتو کچه شاوخوا ۸۰۰ مېلیونه ډالرو ته رسېده

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button