نړیوال خبرونه

د تخنیکي تعلیماتو رییس:دیني عالمان د ښوونځیو بیاپرانیستو لپاره سلامشورې کوي

د تخنیکي او مسلکي زده کړو عمومي رییس غلام حیدر شهامت وايي چې دیني عالمان د ښوونځیو د بیاپرانیستو لپاره د سلا مشورې په حال کې دي. د اسلامي امارت دغه چارواکي په پروان ولایت کې د یوه ښوونیز پروګرام په پرانسته کې وايي چې د عصري علومو زده کړې ته جدي اړتیا ده.

غلام حیدر شهامت وویل:«د افغانستان سراسري علما په بحث او مشوره کې دي او موږ ډاډه یوو چې زموږ پوه او فهیم علما د دغه کار لپاره د حل لار پيدا کويد اسلامي امارت دا چارواکی وایي، په دغه پروګرام کې زیاتوي چې د علم زده کړه په هر مسلمان نر او ښځه فرض دی.

غلام حیدر شهامت  

د تخنیکي او مسلکي زده کړو عمومي رییس غلام حیدر شهامت څرګندوي:«فرض د هر چا لپاره فرض دی چې په کومه څانګه کې درس وايي، یو څوک چې په یوې څانګه کې توظیف کېږي علم او څانګه ورته فرض کېږي چې وې لولي او دا مېرمن او غیر مېرمن لپاره توپیر نه لري. دا چې یوه مېرمن په کومه څانګه کې درس وايي او هغه څانګه د هغې اړتیا پوره کوي او کنه نه؟ ځانګړی بحث دی.

نور یی ولوله | هرات کې د نجونو لخوا جوړې شوی نقاشی نندارې ته وړاندې شوې

نور یی ولوله | اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا د دوحې تړون عملي کېدل غواړي

د پروان د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر

د پروان د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر شیر محمد حقاني هم وايي:«هغه پېغلې چې له مخکې له موږ سره ثبت وې او په ټولګي کې وې شمولیت یې شته او لغوه شوی نه دی یوازې ځنډېدلي دي. ورته مهال د پروان د تخنیکي او مسلکي زده کړو انېسټېټوټ یو شمېر محصلین چې په دغه پروګرام کې یې په خپلو لاسونو جوړ شوي توکي نندارې ته اېښي، له اسلامي امارته د لا زیاتې پاملرنې غوښتونکي دي

زده کړیال شایق وویل:«له موږ ملاتړ وکړئ له دې ښه یې جوړوو چې حتا فضا ته څلور تنه یوسي او ښکته یې کړي. بل زده کړیال ظهور هم وايي:«موږ له خپلو کمو امکاناتو د دغو څيزونو ابتکار کړی او جوړ کړي که چېرې ملاتړ مو وشي د ده ښه یې جوړ وو. دا په داسې حال کې ده چې د یوه کال په تېرېدو سره، لا هم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې نه دي پرانیستل شوي او لا روښانه هم نه ده چې کله به دا ستونزه حل شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button