ستاسې اند او نظرسیاست

د ترهګرۍ حمایه کوونکي هېوادونه باید “منزوي” شي

اړوند خبرونه:

م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې نجونې پکې ښوونځي ته نه شي تللی

توماس: افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته

زلمي خلیلزاد ویلي، د سیاسي وسیلې په توګه ترهګرۍ کاروونکي هېوادونه باید «منزوي» شي

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د پاکستان په اړه په یوه مرکه کې ویلي چې هېڅ هېواد باید «ترهګرۍ» د سیاسي وسیلې په توګه ونه کاروي.

خلیلزاد له یوې هندي رسنۍ سره د پاکستان په تړاو د خبرو پرمهال ویلي چې پاکستان پخپله هم له ترهګرۍ زیان لیدلی، او په وینا یې هر هغه هېواد چې ترهګري د سیاست د وسیلې په توګه کاروي، باید مجازات او منزوي شي.

خلیلزاد که څه هم په مستقیم ډول دا نه دي ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ روزونکی دی، خو د «ترهګرۍ» د ملاتړ او روزنې اړوند دا څرګندونې یې په پاکستان کې د روان وضعیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې مطرح کړې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا دغه پخواني ځانګړي استازي دا هم ویلي چې اوسمهال امریکا او هند د ډاډ د ترلاسه‌کولو لپاره ګډ کار کوي چې له مخې یې ترهګري روزونکی او له دې پدیدې سیاسي استفاده‌کوونکی هېواد باید مجازات او منزوي شي.

زلمي خلیلزاد تر دې مخکې هم د پاکستان په اړه ورته توندې څرګندونې درلودې او پاکستاني چارواکو ته یې په بېلابېلو برخو کې مشورې او سپارښتنې اورولې.

د ویلو ده چې خلیلزاد څو څو وارې له پاکستاني بندخونې د دغه هېواد د پخواني صدراعظم، عمران خان او د هغوی د پلویانو د خوشې‌کېدو غوښتنې هم کړې وې.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button