سیاست

د ترکمنستان په پلازمېنه کې د افغان‌-ترکمن نندارتون پرانیسته

د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د افغان‌-ترکمن نندارتون پرانسته وشوه چې د طالبانو پلاوي هم په ګډون درلود

په عشق‌اباد کې د افغاني توکو نندارتون هم د سیمې او نړۍ د ګڼ شمېر سفیرانو، څه باندې ۳۰۰ افغان سوداګرو او د طالبانو اقتصادي پلاوي په حضور کې پرانیستل شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په عشق‌اباد کې د افغان – ترکمن د سوداګریز اتصال په غونډه کې ویلي چې افغانستان پر یوه صنعتي هېواد د بدلېدو وړتیا لري.

پر اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د طالبانو ټینګار

ښاغلي عزیزي په دغې ناسته کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.

د افغان – ترکمن د سوداګریز اتصال د غونډې سربېره، په عشق‌اباد کې د افغاني توکو نندارتون هم د سیمې او نړۍ د ګڼ شمېر سفیرانو، څه باندې ۳۰۰ افغان سوداګرو او د طالبانو اقتصادي پلاوي په حضور کې پرانیستل شو.

نور ولولئ:  د امام ابوحنیفه نندارتون کې ۵۰۰ قراردادونه لاسلیک شوي

نور ولولئ: بلخ کې د ښځو لاسي صنایع ۴ورځنی نندارتون جوړ شوی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي:«د افغانستان د طالبانو بهرنی سیاست یو خپلواکه، متوازن او اقتصاد محوره سیاست دی چې پر سیمه‌ییز، اقتصادي او سوداګریز پیوستون متکي دی.»

exhibation1
د سوداګرۍ پر غوړېدو او وده د ترکمنستان او طالبانو ګډه غونډه

د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د سوداګرۍ کچه

د ترکمنستان د صنایعو او سوداګرۍ خونې رییس میرګن ګوردوف له افغانستان سره د اړیکو په هکله څرګندوي:«د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ په ۲۰۲۳ کال کې د سوداګرۍ کچه ۴۵۷ مېلیونه ډالره وه او یوازې د روان کال په جنورۍ کې ۴۶ مېلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. افغانستان ته د ترکمنستان مهم صادراتي توکي تېل، ګاز او د نساجۍ صنعتونه دي. له دغه هېواده د افغانستان په وارداتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.»

له دې سره سم، په دغه نندارتون کې د افغانستان د کورنیو محصولاتو له لیدلو وروسته د افغاني او ترکمني سوداګرو ترمنځ د تواصل غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، د ترکمنستان د وزیرانو شورا معاون او د بېلابېلو برخو مسوولانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

نورالدین عزیزي وویل:«دم‌ګړۍ په افغانستان کې د کانونو، صنعت، کرنې، سوداګرۍ، انرژۍ په برخو کې د پانګونې واقعي او عملي فرصتونه موجود دي. بیا هم د ورور او ملګري هېواد ترکمنستان له پانګوالو غواړو چې په افغانستان کې د خپلې خوښې وړ سکټورونو کې پانګونه وکړي.»

د یادونې وړه ده چې په دغه نندارتون ۱۵ عرفې د افغان مېرمنو وې چې هغوی به په کې لاسي صنایع او محصولات نندارې ته وړاندې کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button