نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د ترکیې ولسمشر ولې له پوتین سره کتلي؟

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د هغه په استوګنځي کې کتلي دي

د اوکرایین د غلو د لېږد موافقې بیا راژوندي کول چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ یې شاوخوا یو کال دوام وکړ، له ښاغلي پوتین سره د ترکیې د ولسمشر د خبرو یو له مهمو ټکو دی.

مسکو شاوخوا شپږ اوونۍ مخکې د دغه پروګرام د دوام مخه ونیوله.

د راپورونو له مخې ښاغلی اردوغان به هڅه وکړي، د تورې بحیرې له لارې د اوکرایین د غلو د صادرولو امکانات بېرته عادي حالت ته راوګرځوي.

اوکراین څه غواړي؟

اوکرایین اوس هڅه کوي خپل کرنیز محصولات د ډانوب بندرونو له لارې صادر کړي.

ترکیه دا مهال له سخت اقتصادي بحران سره مخ ده او تر ننه په هغه هېواد کې د پیسو پاړسوب یا انفلاسیون کچه ۵۸ سلنې ته رسېدلې.

نور ولولئ: جرمني اوکراین ته ليوپارډ ۲ ټانکونه استولي

په ترکیې کې خلک د ژوند لومړنیو توکو دوامداره بیو لوړوالي سره مخ دي او ارزانه اوکرایني غلو ته لاسرسی به یې حکومت ته ډېر مهم وي.

د ترکیې حکومت هیله ښوولې، چې په دې تړاو به یوه نوې موافقه وشي او دا مهم خبر به د دواړو ولسمشرانو ترمنځ د خبرو په پای کې خپور شي.

په دې اړه د روسیې دریځ

روسیې د اوکراییني غلو دانو د صادراتو د بیا پیلولو لپاره هېڅ ډول لیوالتیا نه ده ښودلې او ویلي یې دي تر هغه به اوکرایین ته اجازه ورنکړي، چې د دې هېواد د کرنیزو محصولاتو او سرې پر صادراتو بندیزونه لیرې نه شي.

په همدې حال کې د رومانیا او هنګري په ګډون د اروپايي ټولنې شپږو هېوادونو د اوکراین د غلو پر وارداتو بندیز لګولی او غواړي دغه بندیز وغځوي. دوی وايي د اوکرایین ارزانه محصولات د دوی خپل کورنيو تولیداتو د سیالۍ وړتیا کموي.

نور ولولئ: روسیه: د ملېشه ځواک ‘واګنر’ مشر پر بغاوت تورن شو

د ترکیې د بهرنیو چارو نوي وزیر هاکان فیدان پرون په تهران کې، د سوریې او کردانو مسلې په تړاو له ایراني چارواکو سره خبرې کړي او تمه ده چې پر دغو مسلو به د ولسمشر پوتین او اردوغان تر منځ هم خبرې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې پوتین څه موده وړاندې د اوکراین د غلو دانو صاداراتو هغه تړون وځنډاوه چې د تور سمندرګي له لارې یې د کښتیو په واسطه صادرولې او حتی پر یوه کښتۍ یې سمندري ځواکونو ډزې هم وکړې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button