د ترکیې کنفرانس وځنډول شو

د ترکیې کنفرانس وځنډول شو.د ولسمشری ماڼی نه سرچینو رسنیو ته ته وویل چې ترکیه کې د سولي راروان کانفران وځنډول شو او پر ټاکلې نېټه (۱۶) اپریل باندي باندي نه کېږي.دوی وای چې د نوی نېټې اعلان به وروسته وشي.
سرچینې ومنل چې د غونډې د ځنډ علت د اجنډا پر سر ستونزې دي چې ترکي چارواکي ښاغلی خلیلزاد؛ پاکستان او روسیه یې د حل هڅې کوي.له ولسمشری ماڼی نه یولوړ رتبه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي دا یادونه هم وکړه چې اوس اروپايي ټولنه د امریکا برخلاف د افغانستان د ولس او حکومت سره ملاتړې ده او د سرچینې په وینا د اروپاييټولنې او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د افغانستان د سولي په تړاو ژور بحثونه شوي دي.
بل خوا د سولي په پروسه کې د امریکا د استازي زلميخلیلزاد نېژدې سرچینې وايی چې خلیل زاد هڅه کوي چې د اپریل میاشتې د ۱۶ نېټې غونډه پر ټاکلي وخت په ترکیه کې وشي؛ خو د سرچینې په وینا چې ترکي چارواکو د افغان حکومت اندېښنې له زلمي خلیلزاد او نورو لوریو سره شریکي کړې دی.
که څه هم تر دی دمه د ترکیې د ناستې بله نېټه نه دی تاکل شوی؛ خو اټکل دی چې د ترکیې غونډه به د اپریل پر ځای په مۍ میاشت کې وشي.تر دې دمه فغان حکومت او طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندي طالب سرچینو رسنیو ته ویلي وو چې د ترکیې غونډي پر (۴) مهمو خبرو پرېکړه شوې وه.

په دې پرېکړو کې د (۶۰۰۰) طالب زندانیانو خلاصون او هم دا راز په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وخت تمدید اوربند او د افغاني خبرو د بهیر غځېدا شامل وو.جمهور ریس غنيته نېژدې کړیو ویلی چې د سولي د ترکیې د کانفرانس په اړه یې پر طرحه کار پیل کړی دی؛ خو تر اوسه پوريلا بشپړه شوې نه ده.