د تورخم او سپین بولدک دروازو تړل کېدل؛ پاکستان کې رومي بانجان ۱ کیلو ۹۰۰ کلدارې دي
اړوند خبرونه:
د طالبانو اعلامیه: د هند او پاکستان تر منځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ دی
پاکستان له اوربند سرغړونه کړې او پر پکتیکا یې بریدونه کړي
هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي
مجاهد اسلام اباد ته؛ ژر تر ژره د داعش ډلې مشران کابل ته وسپارئ
د پاکستان-افغانستان د فرضي کرښې تړل کېدلو له امله د اساسي توکو، لکه رومي بانجانو، بیې لوړې کړې دي
د پاکستان له خوا د افغانستان پولې تړل کیدو وروسته د سبزیجاتو او مېوو بیې پورته شوې دي. دا بندیز وروسته له هغې ولګېد چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډزو تبادله وشوه، او بیا دواړو هېوادونو د اوربند هوکړه وکړه.
متحده عربي اماراتو د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوربند هرکلی وکړ
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولو تړل کېدو د دواړو هېوادونو په بازارونو کې د اساسي توکو بیې لوړې کړې دي، چیرې چې اوس په پاکستان کې رومي بانجان تر پنځو چنده ګران شوي، له هغې وروسته چې د جنوبي آسیا دغه دوه ګاونډیان پخپلو کې جګړې پیل کړې.
دا بندیزونه له اکتوبر ۱۱ راهیسې، د ځمکني جنګ او د پاکستان د هوايي بریدونو له امله دوام لري؛ دا د دواړو خواوو ترمنځ تر ټولو سخته جګړه وه له هغه راهیسې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې کابل ونیو.
د پاک-افغان سوداګرۍ خونې مشر، خان جان الکوزي رویترز ته ویلي:
“هر ورځ دواړه خواوې شاوخوا ۱ ملیون ډالر زیان ویني.”
تازه مېوې، سبزيجات، معدني مواد، درمل، غنم، وریجې، بوره، غوښه او لبنیات د دواړو هیوادونو ترمنځ د کلني ۲.۳ میلیارد ډالرو سوداګریزو حجم ډېره برخه جوړوي.
د رومي بانجانو بیې، چې د پاکستانی پخلي کې پراخه کارېږي، له ۴۰۰٪ څخه زیاتې لوړې شوي، او اوس شاوخوا ۶۰۰ پاکستانی روپۍ (۲.۱۳ ډالر) فی کیلو ته رسېدلي دي. مڼې، چې زیاتره له افغانستانه صادرېږي، هم بیې یې پورته شوې دي.
الکوزي وايي: “موږ هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ کانتینره سبزیجات د صادراتو لپاره لرو، چې ټول خراب شوي دي.”
له دواړو خواو شاوخوا ۵۰۰۰ کانتینره مالونه بند پاتې دي، د پاکستان په تورخم اصلي پوله کې یوه چارواکي وویل.
هغه زیاته کړه چې له وړاندې بازار کې د رومي بانجانو، مڼو او انګورو کمښت احساسېده.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د نظر ورکولو څخه ډډه کړې.
پوله له هغه وروسته وتړل شوه چې اسلاماباد له کابل وغوښتل، هغوی هغه وسله وال کنترول کړي چې له افغانستانه پاکستان ته بریدونه کوي. طالبانو دا ادعا رد کړې ده.
تېرې اوونۍ، قطر او ترکیې کې د خبرو اترو په ترڅ کې اوربند وشو. خو پوله لا هم تړلې پاتې ده. د نویو مذاکراتو بل پړاو د اکتوبر ۲۵ په استانبول کې پلان شوی دی.



