اقتصاد او سوداګري

د تورخم دروازه د پاکستان له لوري د سوداګرۍ پر مخ وتړل شوه

طالبان وايي چې د پاکستان له لوري د ترانزیټ او سوداګرۍ پر مخ وتړل شوه

په روان کال کې دا څووم ځل دی چې د تورخم دروازه د خلکو د تګ راتګ او ترانزیټ پر مخ تړل کېږي چې له امله یې د دواړو لوریو سوداګر دروند زیان ګالي.

طالبانو او پاکستان د تورخم له لارې د بار وړونکو موټرو پر تګ راتګ بندیز لګولی، چې ورسره د تورخم په ښارګوټي کې سوداګریز فعالیتونه هم په ټپه ودرېدل.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر منلې، چې د تورخم دروازه نن سهار د پاکستان له لوري یوځل بیا د ټرانزیټ پرمخ وتړل شوه.

لامل یې د موټر چلوونکو پاسپورټ او ویزه نه درلودل ښودل شوی

د هغه په وینا، د دروازې تړلو لامل د پاکستان له لوري د بار وړونکو موټرو چلوونکو د پاسپورټ او ویزې غوښتنه ده، چې د افغان حکومت له لوري هم له پاکستاني موټر چلوونکو د ویزې او پاسپورت غوښتنه کېږي او اوس لپاره دواړو خواوو ته د موټر تګ راتګ بند دی.

نور ولولئ: په لسمه ورځ د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانېستل شوه

نور ولولئ: د پاکستان له لوري د افغان کډوالو ایستل؛ تورخم کې ډېری کډوال را اوښتو ته انتظار دي

نور ولولئ: طالبان وايي چې تورخم ته د کډوالو د ثبت لپاره تخنیکي ډله رسېدلي

په پېښور کې هم د ګمرک چارواکي وایي، د تورخم په دروازه د بار وړونکو موټر چلوونکو لپاره په پاسپورټ او ویزې تګ راتګ پرېکړه یې پلي کړې ده.

torkham

په دغه ګمرک کې سرچینو ویلي، د پاسپورټونو پرته پاکستان ته د افغان موټر چلوونکو د ننوتو مخه نیول شوې ده.

د تورخم هغې غاړې ته لسګونه لارې بند پاتې دي

سرچینې وایي، له دې وروسته به یوازې هغه موټر چلوونکي پاکستان ته داخلېدای شي، چې پاسپورټونه لري. د دغه نوي ګام له اخیستو سره سم له افغانستانه سلګونه بار وړونکي لارۍ هغې غاړې ته اېسارې پاتې دي. اوس‌مهال د تورخم دواړو غاړو ته سوداګریز فعاليتونه ځنډول شوي دي.

د پېښور د ګمرک په وینا، د بار وړونکو موټرو چلوونکو لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لا دمخه نافذ شوی و؛ خو بیا وروسته یې دوی ته د یوې میاشتې وخت ورکړ او د دغه ضرب الاجل د پای ته رسېدو سره سم د تورخم دروازه وتړل شوه.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې اجرایوي مشر نقیب الله صافي هم د دروازې د تړل کېدو پخلی کړی او دا کار یې د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګریزو چارو کې خنډ بللی دی.

د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر جونید مکدا ویلي وو چې د دواړو هېوادونو ستونزو سوداګري ټکنۍ کړې ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button