سیمه‌ییز

د تورخم دروازې د پرانیستې په تړاو د طالبانو او پاکستان ناسته بې پایلې وه

د ننګرهار د طالبانو مرستیال والي او پاکستاني چارواکو تر منځ د تورخم دروازې په تړاو ناسته ترسره شوه، خو دغه ناستې کومه پایله نه درلوده.

د تورخم فرضي کرښې لاره له تېرو دریو ورځو راهیسې د پاکستان لخوا د هر ډول وسایطو پر مخ تړل شوې ده.

د باختر اژانس د خبر له مخې، “دا ناسته نن دوشنبې د ننګرهار د مرستیال والي، مولوي عزیز الله مصطفی په مشرۍ د پاکستان له لوري بریګيډیر امیر نواز (ډي آی جي ایف سي نارت)، کمانډنټ خیبر رایفلز کرنل عاصم عزیز کیاني، لیفټیننټ کرنل وقاص (۱۴۶ وینګ کمانډر) او نورو افسرانو سره شوې او د لارې بندښت په تړاو ټولو خواو باندې بحث کړی.”

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د دواړو لورو تر بحث او خبرو وروسته یاده ناسته بې پایلې پای ته رسېدلې ده.

د باختر اژانس په راپور کې دا هم ویل شوي چې د تورخم کمیسار، ملا عبدالجبار حکمت د دې ناستې په تایید پر پاکستاني لوري عامو ولسونو ته د ستونزو د جوړولو نیوکه کړې ده.

ویل کېږي چې د تورخم لارې د بیا پرانیستل‌کېدو موضوع دا ځل په لوړه کچه د مشرانو پرېکړې ته ځنډول شوې ده.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button