ځایی

د تورخم ـ جلال اباد پر لویه لاره د ټکر پېښه

ځایي سرچینې وايي، پر دغه لاره د موټرو د ټکر له امله د یوې کورنۍ ۵ تنه مړه شوي دي

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ډرایورانو د بې اختیاطۍ له امله ترافیکي پېښې ډېرې شوي دي.

دا ډول پېښې اکثره په لویو لارو کې رامنځته کېږي چې ګڼه مرګ ژوبله هم ورسره مله وي.

تازه د تورخم او جلال اباد پر لویه لاره دوو موټرو په ډېر سرعت سره ټکر کړی چې د یوې کورنۍ ۵ تنه په کې مړه شوي دي.

په دې پېښه کې کوم کسان مړه شوي دي؟

ځايي سرچینې وايي، نن چهارشنبه له غرمې مخکې د تورخم ـ جلال اباد پر لاره د موټرو د ټکر له امله د یوې کورنۍ پنځه تنه مړه شوي.

هغه کورولا ګلپوش موټر چې له لارۍ سره ټکر شوی د واده زوم، د زوم دوه وروڼه، مور یې او یو ماشوم په کې مړه شوي.

نور ولولئ: مکسیکو کې د لارۍ اوښتو له امله ۵۴ وګړی وژل شوي

نور ولولئ: تخار: په ترافیکي پیښه کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي

له سیمې څخه سرچینو رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه نن چهارشنبه د (وږي ۱۴مه) له غرمې مخکې د تورخم ـ جلال اباد پر لاره د یوه ګلپوش موټر د ټکر په پېښه کې د زوم په ګډون د یوې کورنۍ پنځه تنه مړه شوي.

ويل کیږي، یو بار لرونکی ټیلر موټر له یوه کورلا موټر سره جنګېدلی چې زوم، ورسره د هغه مور، دوه وروڼه او یو ماشوم مړه شوي.

مړه شوي کسان د کومې سیمې دي؟

سرچینې زیاتوي، چې مړه شوي کسان د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکي دي د کوژدې مراسمو ته روان وو او دغه پېښه پرې وشوه.

ویل کیږي، چې زوم د خپلې کوژدې د مراسمو لپاره له لندنه راغلی و.

تر دې وړاندې هم د کابل ـ جلال اباد او جلال اباد تورخم پر لویه لاره بې شمېره د موترو د ټکر پېښې رامنځته شوې دي چې خلکو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

تر اوسه پورې دا نه ده معلومه چې په دغې پېښه کې څوک ګرم بلل شوی.

په لویو لارو، په ځانګړي توګه د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د ترافیکي پېښې زیاتې لیدل کېږي. د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترافیکو لوی ریاست وايي، دا ډول پېښې د موټر چلوونکو د بې اختیاطۍ او تېز رفتار له امله رامنځته کېږي چې مالي او ځاني زیانونه له ځان سره لري.

طالبان لا هم په دې نه دي توانیدلي چې د ترافیکي پېښو ګراف راکم کړي

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button