د جاوید امیرخیل د نوي کال لپاره کاکړۍ غاړې
د افغانستان مشهور سندرغاړي جاوید امیرخیل د افغانستان له سقوط وروسته په لومړي ځل کاکړۍ غاړې ویلي دي او د نوي کال په مناسبت سره یې خپرې کړې دي دا (کاکړۍ غاړې) د هغه په یوټیوب چېنل کې خپرې شوې دي، چې نوموړي یې لینک هم په خپله فېسبوکپاڼه کې خپور کړی دی او د ځینو ټکو په اړه یې هم معلومات ورکړي دي
دا کاکړۍ ډاکټر محمد صادق ژړک راغونډې کړې دي، کمپوز ورته جاوید امیرخېل او طاهر خاورې جوړ کړی دی او د کاکړیو انتخاب بیا جاوید امیرخیل په خپله کړی دی. موسیقي یې دانیال انور جوړه کړې ده او ویډیو یې سیف الرحمان سیفي کړې ده
نور یی ولوله | د فرعون جسد لومړی ځل لپاره په ډیجیټل توګه څېړل شوی
جاوید امیرخیل په خپل پوسټ کې لیکلي دي: ((کاکړۍ غاړې ستاسې خدمت ته وړاندې شوې هیله ده څو شیبې مو دا غمجن خیال در بدل کړي. د یو څو خبرو یادونه باید وکړم لکه څنکه چې پوهېږئ کاکړۍ غاړې د دې سترو قامونو لکه کاکړ شیراڼیان مراڼیان ان تر کندهار او هلمنده پورې د دې سترو قامونو میراث دی دا ستر او غیرتي قامونه کاکړ شیراڼیان مراڼیان د لوی افغانستان په څنډه کویټه کې اوسېږي لکه څنګه چې کاکړۍ غاړې له ټپې غرنۍ سندرې سره توپیر لري همداسې یې لهجه هم له نورو پښتنو سره توپیر لري کومې کاکړۍ غاړې چې په دې کمپوزیشن کې ویلي شوې دي.))
هغه زیاتوي: ((ممکن په ځینو کلماتو پوهه نه شئ زه به پرې رڼایي واچوم. بې تعلمه ده نری + نری د معشوقي صفتي نوم دی، دا صفتي نوم یوازې کاکړان او دا نور قامونه خپلو معشوقو ته کاروي. ژوب هم په کویټه کې د د ېوې ولسوالۍ نوم دی، سیال دې نسته په چرمي کې چرمیان په کویټه کې د یوې قبېلې نوم دی، باهوګانو ده شور کوي، باهو دا یو ډول زیور دی چې د ټولو پښتنو انجونې یې په واده یا په نورو محفلونو کې د بنګړیو پر ځای کاروي.))