د جدي ۶مه؛ په دې ورځ د شوروي وروستی پوځي له افغانستانه ووت
![afghan 2025 02 15t084317.114](https://afghannow.net/wp-content/uploads/2025/02/Afghan-2025-02-15T084317.114-780x470.jpg)
اړوند خبرونه:
دوه اتیا (۸۲) کاله وړاندې هټلر پر شوروي اتحاد حمله وکړه
له افغانستانه د شوروي پوځونو وتل؛ راتګ او یرغل یې غمېزه وه
له نن څخه ۳۶ کاله پخوا د ۱۹۸۹ م کال د فبرورۍ په ۱۵ مه د جنرال بوریس ګروموف په مشرۍ د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو وروستۍ ډلګۍ د حیرتان بندر له لارې له امو سینده واوښته او د افغانستان اشغال پای ته ورسېد.
شوروي اتحاد، چې د ۱۹۷۹ م کال د دسمبر په ۲۴ مه (د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدې په ۶ مه) یې پر افغانستان یرغل پیل کړی و، د جینیوا له موافقې سره سم د ځواکونو د ایستلو بهیر په یوه کال کې بشپړ کړ.
د روسیې دفاع وزارت له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو له ۳۵ کالیزې سره هممهاله اعلان وکړ چې د افغانستان جګړې ته د پخواني شوروي اتحاد ۶ لکه ۳۰ زره پوځیان استول شوي وو چې له دې ډلې ۵ لکه ۴۶ زره په مخامخ جګړه کې ښکېل وو.
دغه وزارت همداراز ویلي چې له دوو لکو ډېرو سرتېرو ته په افغان جکړه کې د مېړانې او زړورتیا مډالونه او نښانونه ور کړل شوي دي.
په افغانستان کې د پخواني شوروي د لښکرو د نژدې یوې لسیزې یرغل په ترڅ کې شاوخوا یو میلیون افغانان او لږ تر لږه ١۴ زره شوروي سرتیري ووژل شول او تر ۵۰ زره ډېر نور شوروي پوځیان ژوبل شول. دې جګړې شاوخوا یو ملیون افغانان ټپیان او اکثره د تل لپاره معیوبان کړل.