نړیوال خبرونه

د جرمني لومړی وزیر: د افغان ښځو او نجونو لپاره باید کار وکړو

ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د یو شمېر هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د ځینو شته ننګونو په تړاو خپلې اندېښنې په ډاګه کړې. د جرمني لومړي وزیر د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په ۷۷ غونډه کې له نړیوالې ټولنې غواړي چې له خپلو اساسي حقونو د نجونو د بې‌برخې کېدو په اړه د “طالبانو” د عمل پر وړاندې اقدام وکړي

د جرمنی لومړی وزیر 

اولاف شولتز زیاتوي، د نجونو له بنسټیزو حقونو څخه د محرومیت په اړه باید بې‌پروايي و نه‌شي. د جرمني لومړی وزیر اولاف شولتز وايي: «موږ باید مرستې وکړو او په افغانستان کې نجونو او ښځو لپاره یو کار وکړو. طالبانو هغوی له خپلو لومړنیو حقونو محرومې کړې دي. ورته د امریکا ولسمشر هم په‌دې غونډه کې د خپلې وینا په یوې برخه کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د ځپلو په تړاو اندېښنه وښوده

د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل: «بشري حقوق هغه اصول دي چې موږ غواړو ورته زمینه برابره کړو، خو اوس آن په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ په ځینو سیمو کې د بشر اساسي حقوق تر ګواښ لاندې دي. لکه په یغور کې د بشري حقونو نقض چې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ له لوري یې راپور ورکړ شوی او د میانمار د نظامي رژیم له لوري د ډيموکراټ او لږکیو د فعالینو د حقونو نقضول او په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو پر وړاندې د محدودیتونو ډېرېدل. نن موږ د ایران له زړورو ایرانیانو او ښځو تر څنګ چې د بشري حقونو د خوندي کېدو لپاره لاریونونه کوي، درېږو.

نور یی ولوله | ټوماس ویسټ د قطر څخه مننه وکړه

نور یی ولوله | بامیانو ته په تېر یو کال کې څومره سیلانیان راغلي؟

د افغانستان اینده 

سره له دې چې په تېر یوه کال کې د نجونو او ښځو د زده کړو او کار پر وړاندې لګول شویو محدودیتونو په کور دننه او بهر کې ګڼ غبرګونونه راپارولي؛ خو لا تر اوسه دغو غبرګونونو څه مثبته پایله نه ده ورکړې. د سیاسي چارو کارپوه فضل الرحمن اوریا وايي: «هر څومره ډېر چې ښوونځي تړلي پاتې شي، دا ستونزې هم په کور دننه او هم بهر د افغانستان دولت ته ډېرېږي.

د خلکوو ویناوې: 

د پوهنتون استاد فضل الهادي وزین وايي: « غوره ده چې د حکومت مشرتابه د وخت له لاسه وتلو، د افغانستان نجونو لپاره د منځینو ښوونځیو او لېسو دروازې ژر تر ژره پرانیزي. د اسلامي امارت مسوولان نه غواړي چې د جرمني د لومړي وزیر او د امریکا د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په تړاو څه ووايي، خو تر دې مخکې د اسلامي امارت مسوولینو د ښځو محرومیت رد کړی او ویلي یې دي چې، د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې رعایت شوی دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button