نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د جرمونو نړيوالې محکمې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د نيولو امر کړی

د جرمونو نړيوالې محکمې (ای سي سي) پرېکړه کړې چې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د جنګي جرمونو په تور محاکمه کړي

د جرمونو نړيوالې محکمې له اوکراين څخه روسیې ته د ماشومانو د غيرقانوني او جبري لېږد په تړاو د جنګي جرمونو د ترسره کولو په تور د ښاغلي پوتين د نیولو امر صادر کړی دی.

د يادې محکمې څارنوالۍ ويلي چې د شته شواهدو پر بنسټ د جرمونو څېړنه د تېر کال د فبرورۍ په ۲۲مه پر اوکرايين د روسيې له بريد وروسته پيل شوې ده.

د تورونو له مخې ويل کېږي داسې شواهد شته چې ولادمير پوتين په مستقیم او يا د نورو په ملګرتيا په دې جرم کې لاس درلود.

پر ښاغلي پوتين سربېره د ماشومانو د حقونو لپاره د روسیې پر کمېشنرې ماريا لووا بيلوا هم ورته تورونه لګېدلي دي.

روسيه د جرمونو نړيوالې محکمې غړې نه ده

د روسیې د بهرنېو چارو وزارت دا پرېکړه رد کړې او ویلي یې دي چې دا ورته هېڅ معنی نلري، د اوکراین حکومت بیا د ای سي سي د پرېکړې هرکلی کړی دی.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د دې حکم په غبرګون کې له خبریالانو سره په ټیلیفوني خبرو کې ويلي چې د جرمونو په نړیواله محکمه کې د دې مسئلې د مطرح کولو نظر د منلو وړ نه دی.

نور ولولئ: روسیې په اوکراین کې هایپر سونیک وسلې کارولې

نوموړي ويلي “روسیه او یو شمېر نور هېوادونه د دې محکمې واک نه مني او له همدې امله د روسیې لپاره دا ډول پرېکړه په قانوني توګه هیڅ ارزښت نه لري او باطله ده.”

روسیې ته د چیني ولسمشر د سفر پلان کیدنه

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې ويل کېږي د چين ولسمشر شي جين پېنګ به له خپل روسي سيال سره په مسکو کې وګوري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلی شي به راتلونکې دوشنبه د مارچ له ۲۰مې تر ۲۲مې د پوتین په بلنه روسیې ته ولاړ شي او تمه ده چې د دغه سفر په ترڅ کې به د دواړو خواوو ترمنځ یو شمېر مهم دوه اړخیز سندونه هم لاسلیک شي.

د دغه وزارت ویاند پر خپل ټویټر په یوه پیغام کې ویلي چې دغه سفر د دوستۍ او سولې لپاره دی، هغه زیاته کړې چې چین او روسیه به په نړیوالو اړیکو کې ډیموکراسۍ ته وده ورکړي.

هغه زیاته کړه چې چین به د اوکراین د جګړې په اړه د “هر مثبت او عادلانه دریځ” ملاتړ وکړي او د سولې خبرو اترو د پرمختګ لپاره به رغنده رول ولوبوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button