نړیوال خبرونه

د جمهوریت د پرځېدو یو کال پوره شو

د جمهوريت پرځېدل او واک ته د امارت بیا رسېدل هغه پېښه ده چې، په ډېرې چټکتیا سره رامنځته شوه

یو کال مخکې د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴مه په داسې حال کې چې، ډېری ولایتونه یو په بل پیسې د محمد اشرف غني د حکومت له ادارې وتلي وو، 

په کابل کې د اسلامي امارت ځواکونه

کابل ته د اسلامي امارت د ځواکونو د رارسېدو خبر لاس په لاس کېده. دغه خبر په کابل کې د خلکو په منځ کې وېره او تره رامنځته کړه او د کابل ډېری واټونه د ساعتونو لپاره تړلي وو. د اسلامي امارت ځواکونو د مخکیني حکومت له ځواکونو سره له نښتې پرته د کابل دروازو ته راورسېدل

د افغانستان پخوانی ولسمشر له افغانستانه ووت

د همدې ورځې په مازدیګر د تېر حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله له افغانستانه د محمد اشرف غني د وتلو خبر اعلان کړ. د مخکیني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وویل:«د افغانستان مخکیني ولسمشر، افغانستان پرېښود. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم څرګنده کړه:«موږ هڅه کوو چې د طالبانو له مشرانو سره له سوله ییزې، ورولۍ، وطندارۍ او وطندوستۍ له لارې د افغانستان ستونزې حل کړو

د یکشنبې په ماښام الجزیرې ټلویزیون له ولسمشرۍ ماڼۍ په ژوندۍ بڼه تصویرونه خپاره کړل او په کې لیدل کېدل چې، طالبان ارګ ته ننوځي او درې رنګه بېرغ راښکته کوي او خپل سپین بیرغ د ارګ پر ماڼۍ راځړوي.

نور یی ولوله | ملګري ملتونه : ۲۵ ملونه افغانان د بې وزلی ژوند تېروي

نور یی ولوله | ملا برادر: عام ولس دې د اقتصادي وضعیت سره د زغم نه کار واخلي

په یوه ټلوېزیوني پروګرام کې د اسلامي امارت یوه لوړ پوړي چارواکي ملاعبدالغني برادر د خلکو د ځاني او مالي امنیت ساتنې په هکله ډاډ ورکړ

کابل ته د اسلامي امارت له بیا راتګه دوه ورځې وروسته، په کابل کې د امریکا سفارت تخلیه شو او بیرغ یې هم راښکته کړای شو. د نورو هېوادونو د سفارتونو کارکوونکي د کابل له زرغون سیمې د څرخکو په وسیله ووتل.

د جمهوریت له سقوط درې ورځې وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د لومړي ځل لپاره په کابل کې په یوې خبري غونډه کې راښکاره شو او بښنې عمومي فرمان یې اعلان کړ.

ښاغلي مجاهد وویل:«دا عفوه د دې لپاره کېږي چې موږ نور نه غواړي جګړه تکراره شي. د درې ورځو په تېرېدو سره لا افغانستان مشر نه درلود او روښانه نه وه چې د طالبانو له مشرتابه غړو له منځه مسوولیت به چا ته ورکړل شي. د وږي پر شپاړسمه د اسلامي امارت لنډ مهالې کابینه اعلان شوه. محمد حسن آخند د رییس الوزرا، ملا عبدالغني برادر د لومړي مرستیال او عبدالسلام حنفي د دویم مرستیال، محمد یعقوب مجاهد د دفاع وزارت د سرپرست، سراج الدین حقاني د کورنیو چارو وزارت د سرپرست، امیرخان متقي د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه وګومارل شول

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button