کورني خبرونه

د جمهوریت پرځیدو کی یواځی نیوکه اشرف غنی ته بی عدالتی ده

 افغانستان  افغانستان

خپلواک  ویلی  چی د تېر حکومت  غورځیدو  کې یوه  شخص  ته د پړې ګوته نیول  بی عدالتی ده  بی واکه  شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني  یو نژدې مرستیال  او هم  د ملي  شورا مرستیال  محمد اکرم خپلواک وايي د تېر حکومت پرځیدو  کې یوه شخص  ملامتی نا انصافی ده

ښاغلي خپلواک په یوه مرکه کې دعوه  کړې چې د جمهوریت د پرځولو  لپاره دوه کاله مخکی کوښښ پیل کړی وو چې  ځینې عاملین  یې په دولت کې داخل او نور  یې بهرني وو دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د امریکا وزیر  ویلی چی  ولسمشر غني ورسره تاید کړی  وو چې د طالبانو په مشرۍ یوې شریکی  ادارې ته به واک سپاري خو ناڅاپه له کابل ‎څخه  لاړه له واکمنی څخه  لرې  شو ولسمشر محمد اشرف غني انتقاد  کېږي چې په نا څاپي توګه له کابل څخه  په تلو سره یې د وړاندی  نظام  پرځیدو  ته لاره  جوړه  کړه

د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څخه  وروسته د دغه هېواد خارجه  وزیر انتوني بلینکن په تازه څرګندونو کې ویلي  ولسمشر غني له کابل څخه تلو یوه ورځ  مخکی ورته ویلي وو چې تیار دی د طالبانو په مشرۍ یوې نوې اداره ته واکمنی  ورکړی  خو برعکس له افغانستان څخه  ووتل که څه هم وړاندی ښاغلي غني ددی ا نتقاد  ځواب کړې وو خو د هغه یو پخوانی نژدې مرستیال  او هم  د سولې شورا مرستیال اکرم خپلواک پژواک خبرې اژانس سره تازه خبرو  کې ویلي دا صحی  نده  چې ټوله پړه پر ښاغلي غني ولګوی

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

نوموړی  خپلواک ویلی چی د جمهوریت د له ختمولو لپاره دوه کاله وړاندی  چاری پیل شوی وی. د حکومت په داخل  کې ناڅاپه داسې چاری  کېدلی  چې د نظام د ړنګولو  په معنا  وو د ډاکتر صیب، خلیلزاد خپلې کړنې تر ټولو پوښتنو او نیوکو لاندې دي. متاسفانه د ځینو اشخاصو داخلي او شخصي خودغرضۍ د افغانستان د ناورین  

له عاملینو څخه  یو دی طالبانو  غوښتل یې د یوه جوړی  له مخې کابل ته داخل شی ، خو د امنیتي نشتون له امله  د اګست پر پنځلسمه اړ شو چې خپل وسله وال کابل ته ولیږی خو ښاغلي غني ویلي د ده ژوند ته خطر وو نو ځکه دی له کابل څخه  لاړه  او نه یې غوښتل جګړه وشي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button