کورني خبرونه

د جنسي اړیکو رسوا کېدونکې طالبان یوازې له دندو ګوښه کېږي

طالبان ددې پر ځای چې خپلو رسوا چارواکو ته شرعي سزا ورکړي، له دندو لرې کوي

د هغو و‌‌‌‌‌‌یډېوګانو خپرېدل چې د طالب چارواکو له جنسي اړیکو پرده پورته کوي، دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ته یې نوی سرخوږی جوړ کړی دی.

د بدخشان له لاجوردو کانه افغانستان انټرنشنل ته د طالب قوماندان قاري قدیر د لوڅ لغړ تماس ویډیوګانې رسېدلې دي.

د هغو معلوماتو له مخې چې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي، دغه ویډیوګانې طالب چارواکو هم کتلې او له همدې امله یې دغه قوماندان له دندې ګوښه کړیدی.

د قاري قدیر لوڅې ویډیوګانې

په دغو ویډیوګانو کې لیدل کیږي قاري قدیر، هغه مهال چې د بدخشان ولایت د کران او منجانو په ولسوالۍ کې د لاجوردو د کان د امنیت دنده لرله، د یوې نجلۍ سره یې پر له پسې ویډیويي اړیکې لرلې او له هغې سره د جنسي مسایلو په تړاو غږېدلی دی.

د دغو وېدیوګانو له ‌‌‌‌‌‌ډلې یې په یوه کې ښکاري، چې دغه طالب قوماندان په یوه تیلیفوني تماس کې نجلۍ ته خپل جنسي اندامونه ښکاره کوي.

د طالبانو دغه سیمه ییز قوماندان په ویډیو کې له نجلۍ هم غوښتنه کوي چې خپل جنسي غړي ښکاره کړي، خو هغه دې کار ته زړه نه ښه کوي.

افغانستان انټرنشنل هغه شپږ بېلابېلې ویډیوګانې تر لاسه کړې چې اته دقیقې دغه طالب چارواکي له هغې نجلۍ سره د جنسي اړیکو په تړاو غږېدلی دی.

د دغو انځوریزو اړیکو کره وخت او نېټه نه ده معلومه

افغانستان اینټرنشنل د دغو ویډیوګانو د نا مناسبې منځپانګې له امله نه شي کولای هغه خپرې کړي.

د طالب چارواکو په شخصي وټسپ ګروپو کې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې یو شمېر قوماندانانو هم پر دې ویډیوګانو اعتراضونه کړي.

د بدخشان لپاره د طالبانو پخواني والي‌‌‌‌‌‌ او د ۲۱۷ نمبر قول اردو قوماندان امان الدین منصور په یوه غونډه کې، له دولتي موټرو او وسلې د شخصي مقاصدو لپاره پر کار اخیستو هم عتراض کړی و.

نور ولولئ: ملګری ملتونو شل سلنه کډوالې ښځې د جنسي زياتي ښکار کيږي

هغه ویډیو چې په خواله رسنیو کې خپره شوې ښيي چې د طالبانو د ۲۱۷ نمبرقول اردو قوماندان د بدخشان د خلکو په یوې ولسي غونډه کې وایي چې قاري قدیر «د اسلامي امارت له موټر او وسلې څخه ناسمه ګټه اخلي او له ښځو سره زنا کوي».

د بدخشان پخواني والي په خپله وینا کې ویلي و: «زما لپاره د شرم ځای دی چې که زه د قاري قدیر پر کړنو تاسې ته د دغه لو‌‌‌‌‌‌ډ سپيکر څخه څه ووایم.»

هغه زیاته کړه: «ولله چې هغه د اسلامي امارت له موټر او وسلې څخه په ګټه اخیستنې سره د پردۍ مېرمنې سره زنا کړې او وې‌‌‌‌‌‌ډېو ګانې یې زما او د استخباراتو له مشر سره شته.»

د افغانستان انټرنشنل سرچېنو له بدخشانه ویلي، له هغې وروسته چې د قاري قدیر د جنسي رسوایۍ ویډیوګانې د طالب چارواکو تر منځ لاس په لاس شوې، دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې نوموړی د لاجوردو د کان له امنیتي برخېګوښه کړ.

یو شمېر دغو سرچېنو وویل، قاري قدیر دا مهال په بدخشان کې اوسیږي او ازاد ګرځي.

دا لو مړی ځل نه دی چې د طالب چارواکو جنسي رسوایي د خلکو د ژبو په سر ده او د خلکو په شخصي بنډارونو کې ښکته پورته کیږي.

تر دې وړاندې د زمري په ۲۷ مه افغانستان انټر نشنل د ملا احمد اخند د جنسي اړیکو وېدیو خپره کړې وه چې د کابل په برښنا شرکت کې یې د یوه ساتونکې سره د هغه جنسي اړیکې ښودلې.

طالب چارړاکو د دغې وېدیو په اړه له څه ویلو ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړه، خو د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې مشر هغه د کابل برښنا شرکت له مشرتوبه لرې او کندهار ته یې وروبللو.

طالبان په ټوله کې له خلکو سره د جنسي اړیکو په تړاو له سخت تشدد څخه کار اخلي. په داسې حال کې چې د طالبانو د قانون له مخې له واده پرته جنسي اړیکو له امله تورن کسان په دورو وهل کیږي، سنګساریږي او ان تر دې چې د اعدام حکم پرې کیږي.

له دې سره دغه ‌‌‌‌‌‌ډله د خپلو چارواکو سره یوازې له څوکیو او دندو څخه د هغوی په لرې کولو بسنه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button