ژوندژوند او ټولنه

د جنسي پیاوړتیا زیاتولو لپاره لاندې خواړه وخورئ

ددې لپاره چې خپل کمزوری جنسي قوت زیات کړی، لاندې خواړه استعمال کړئ

هغه خلک چې جنسي قوت یې کمزوری وي او یا فکر کوي چې زه په جنسي اړیکه کې ښه نه یم، نو دوی اکثره له هغو درملو ګټه پورته کوي چې د جنسي قوت ورکولو سره سایډایفکټ هم لري او پر ګڼو ناروغیو يې اخته کولی شي. دا چاره په هغو ټولنو کې ډېره ده چې د زده‌کړو کچه یې ټيټه وي، د ښه او بد درک په اسانۍ سره نه شي کولی.

ډېری واده کړي ځوانان او پاخه عمر خلک له جنسې کمزورۍ ځوريږي او د دې لپاره له ګڼو غير طبیعي درملو کار اخلي، چې د انساني فطرت، طبيعت او صحت په زيان دي.

د ګڼو طبیعي خوراکونو موجودیت

که موږ پلټنه وکړو، نو د دې ستونزې د مخنيوي لپاره الله تعالی داسې طبیعي خوراکونه پيدا کړي، چې له هر ډول جانبي عوارضو پرته د انسان جنسي کمزوري له منځه وړي.

زنک «zinc» په خپل طبيعت کې هغه خواړه بلل کيږي، چې د بدن خشکي او ذهني ستړياوې ختموي، د ذايقې او شامې حس قوي کوي.

نور ولولئ: د لومړنۍ جنسي اړیکې نیولو په باره کې ځینې لارښوونې

جنسي قوت زياتوونکې غذا- انځر، کيله او سټابري «ځمکني توت» د سباناري پر مهال خوړل جنسي قوت زياتوي او د بدن لوند والی زياتوي.

د نورو خوړو پر ځای استعمال

د غرمنۍ پر مهال د جرګ د سينې غوښه، او پنير دواړه ډېر زيات زنک لري.

د دې تر څنګ رومي بانجان او الوکاټ ويټامن اي لري، چې د انسان پوستکی نرم ساتي.

د ماخستن ډوډۍ پر مهال د پسه يا خوسي غوښه په مناسبه اندازه تېلو او اکليل خوشبويه بوټي «Rosemary» په پلاوي وريځو کې او د پلاو سره لږه وريته غوښه ور زياته کړئ، نو د جنسي ځواک لپاره ډېر ګټور دي.

له خوړو وروسته خواږه خوړل جنسي ځواک پياوړی کوي.

که خواږه يا چاکليټ له سټابري سره يو ځای، يا د سټاربري په جوس کې يو يو وخوړل شي، نو د جنسي ځواک په پياوړتيا کې ډېر ګټور دي.

سټرابري ويټامن سي لري او معياري چاکليټ داسې يوه کيميايي ماده لري، چې دماغ تقويه کوي او ذهن ورسره د خوښۍ احساس کوي. د دې تر څنګ چاکليټ کې تيوبرومين او کيفين موجود دي او دا دواړه د خوراک پر مهال د لنډې مودې لپاره جنسي ځواک قوي کوي. پورتني خواړه که تاسو په ترتیب سره وخورئ، ستاسو جنسي ځواک به پیاوړی کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button