کورني خبرونه

د جي ۲۰ هېوادونو مشرانو په مشروط ډول د افغانستان سره مرستی ژمنه

 افغانستان افغانستان

د جي شل هېوادونو د غونډې کوربتوب چې د ایټاليا لومړي وزیر ماریو درګي کاوه ګډون والو په یوه خوله له همکاری افغانستان سره د ژمنه وکړه خو ځېنو په کې ټینګار کاوه چې دا د طالبانو د رسمیت پېژندنې په هیڅ معنی هم نه دی  سپینې ماڼۍ ویلي د ا مرستې به مخامخ طالبانو ته نه ورکول کېږي او د نړیوالو سازمانونو پر مټ به لګول کېږي 

یولسمشر جوباډن غونډې ته افغانستان کې د داعش په  غوندی اورپکو ډلو پر اندېښنو هم وغږېده  هغه څه چې د بريتانیا د بهرنو چارو وزیرې لیز ټرس پرې هم بحث درلوده او ټینګار یې دا و چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره باید نړیوال په پام اوسي  لیز ټرس د انساني حقونو په تړاو هم سپارښتنې درلودې او دګڼو نړیوالو سیاستوالو خبرې یې تکرار کړې چې  اګرچی له طالبانو سره به چلند د هغوی د کړو وړو له مخې وي  د جي شل په غونډه کې د چین او روسيي ولسمشرانو ګډون نه وو کړی

featured 21

 د رویټرز خبري اژانس ته یوې سرچینې ویلي خبره د افغانستان په تړاو د لوېدیځو هیوادونو د چلند ده چې هر څه په بشري حقونو او ځانګړې ډول د ښځو پر ازادیو پسې تړي څه چې چین او روسیه وايي دغه هېواد کې دې هرڅه له بهرنۍ لاس وهنې په څنډه ترسره شي. ه دغه غونډه کې په ټولیز ډول د یوه میلیارد ډالرو د مرستې خبره شوې، یوازې اروپايي ټولنه به ۳۰۰ میلیونه یورو ، د بې ځایه شویو خلکو په سرپنا، بشري حقونوپه ساتنه او د واکسینو پر بهیر لګوي

ا هم ولولئ | اردوغان: ترکیه نور افغان کډوال نه قبلوي

دغه ټولنې د افغانستان له ګاونډیانو غوښتي چې د مرستو رسولو چارو کې دې په رېښتينولې لاس واړوي۲۵۰ میلیونه یورو به په بېړنۍ توګه لګول کېږي د جي شل له غونډې لږ مخکې د ملګرو ملتونو سر منشي انتوني ګوتېریش خپل غړي هیوادونه وهڅول چې له افغانستان سره مرسته وکړيغونډه لا روانه وه چې د بښنې نړیوال سازمان پر خپل ټوېټر ولیکل افغانستان کې د یوې غمېزې او ناورین د مخنیوي لپاره دې مرستنیدویه هېوادونه ژر لاس په چاره شي په دغه غونډه کې د افغانستان په اوسني وضعيت، له نورو هېوادونو سره په اړيکو، افغانستان کې په روانو اقتصادي ستونزو، بشري مرستو، د نيمګړو پروژ بيا پيل او روانو بنديزونو خبرې شوې دي

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button