ژوند او ټولنه

د حفیظ الله امین پېژندنه

دا مقاله د افغانستان د پخواني ولسمشر او خلق دیموکراتیک ګوند غړي حفیظ الله امین په اړه ده

حفیظ الله امین د ۱۹۲۹ د اګست په ۱ زېږېدلی، د ۱۹۷۹ د دسمبر په ۲۷ وژل شوی دی.

له نن څخه ۹۶ کاله پخوا د ۱۹۲۸ د اګست په لومړۍ نېټه (د ۱۳۰۸ د زمري په لومړۍ حفیظ الله امین د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په قاضي خېلو کلي کې وزېږېد.

امین لومړنۍ زده کړې په پغمان ولسوالۍ کې وکړې، لېسه او دارالمعلمین یې په کابل کې ولوستل، وروسته یې د کابل پوهنتون په ساینس پوهنځي کې لیسانس وکړ. د لیسانس له ترلاسه کولو وروسته یې د ښوونکي په توګه دنده پیل کړه. د ښه استعداد له کبله ژر د ابن سینا لېسې مدیر شو.

په بهر کې د حفیظ الله امین زده کړې

په ۱۳۲۶ لمریز کال یې سکالرشیپ ترلاسه او د لوړو زده کړو لپاره امریکا ته لاړ. هلته یې د ښوونې او روزنې په برخه کې ماستري ترلاسه کړه او کابل ته تر راګرځېدو وروسته یې په یوه امریکايي تعلیمي مرکز کې کار پیل کړ. په همدې موده کې له نور محمد تره کي سره اشنا شو.

دی په امریکا کې تر یوې مودې پورې د کولمبیا پوهنتون د افغان محصلانو د ټولنې مشر و.

نور ولولئ: د افغانستان پخوانی دفاع وزیر شاه نواز تڼی اسلام اباد کې د کوم مرض له امله ومړ؟

امین په ۱۳۴۱ لمریز کال د دوکتورا لپاره بیا امریکا ته لاړ خو د دې لپاره چې چپي افکارو ته لېوال شوی و او سیاست یې پر ذهن غلبه کړې وه، بې له دې چې دوکتورا واخلي په ۱۹۶۵ م کال کابل ته راستون شو.

د خلق ډلې غوره کول

د خلق او پرچم په ډلو د افغانستان د خلق د دیموکراتیک ګوند د وېشلو کېدو په مهال امین د خلق ډله غوره کړه. دی وروسته په خلق ګوند کې د پوځيانو د جلب و جذب د چارو مسوول شو او بالاخره یې د ۱۳۵۷ د ثور په اوومه (د ۱۹۷۸ اپریل) د ثور کودتا وکړه.

له کودتا وروسته امین د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو. له کودتا یو کال وروسته صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شو.

امین د ۱۳۵۸ د سنبلې په ۲۵ مه د نورمحمد تره کي له وژل کېدو وروسته د افغانستان د خلق د دیموکراتیک ګوند سرمنشي، د انقلابي شورا ريیس او لومړی وزیر شو. د صدراعظم په ځای لومړي وزیر کلمه امین رامنځته کړه.

د امین حکومت پوره سل ورځې دوام وکړ.

امین په دغو سلو ورځو کې هڅه وکړه چې له هغو بې رحمیو څخه ځان مبرا وښيي چې د نوره محمد تره کي په مشرۍ د خلق د دیموکراتیک جمهوریت په واکمنۍ کې شوې وې. ده د ۱۲ زره وژل شویو سیاسي بندیانو لیست خپور کړ او د قانونیت، مصونیت او عدالت په شعار یې هڅه وکړه چې خلکو ته ډاډ ورکړي چې نور به د پخوا په شان نه نیول کېږي او نه وژل کېږي.

امین بالاخره د ۱۳۵۸ د جدي په ۶ مه د شوروي اتحاد د پوځونو له لوري ووژل شو.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button