د حماس او اسرائیلو ترمنځ د یرغمل شویو د خوشي کولو تازه هوکړه

عربي رسنیو راپور ورکړی چې اسراییل او حماس د مصر په منځګړیتوب د یرغمل شویو او بندیانو د تبادلې په اړه یوې نوې هوکړې ته رسیدلي. د دې هوکړې له مخې، حماس ژمنه کړې چې د څلورو اسراییلي یرغمل شویو جسدونه به بیرته ورکوي.
العربیه نن (چهارشنبه، د حوت ۸مه) راپور ورکړی چې حماس او اسراییلو پلاوو د مصر په منځګړیتوب په قاهره کې موافقه کړې چې حماس به د څلورو اسراییلي یرغمل شویو جسدونه پرته له کوم تبلیغاتي مراسمو د مصر په وسیله اسراییلو ته وسپاري.
بلخوا اسراییلو هم ژمنه کړې چې د نوي تړون له مخې به هغه ۶۰۰ فلسطیني بندیان خوشي کوي، چې باید د تېرې شنبې په ورځ خوشي شوي وای. د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دې اوونۍ په پیل کې د ۶۰۲ فلسطینیانو له خوشې کولو څخه انکار کړی و، خو د مصر حکومت په منځګړیتوب د یو نوي تون له مخې دا ستونزه حل شوې ده.
د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر ویلي وو چې حماس د اسراییلي یرغمل شویو د خوشې کولو پر مهال د دوی پر وړاندې یو تبلیغاتي پروګرام جوړوي او فلسطیني بندیان به تر هغه وخته پورې خوشې نشي چې حماس دا ډول مراسمو ته د پای ټکی کېنږدي. خو د نوي تړون پر اساس حماس ژمنه کړې چې د څلورو اسراییلي یرغمل شویو جسدونه به پرته له تبلیغاتي مراسمو اسراییلو ته وسپاري.
په غزه کې د اوربند هوکړه په رسمي ډول د روان کال د جنوري په ۱۹مه وشوه او له هغه وخت راهیسې حماس غورځنګ ۲۵ اسراییلي یرغمل شوي سره صلیب ته سپارلي دي.