نړیوال خبرونه

د حماس ډلې مشر ۳ زامنو وژل کېدل او د امیرخان متقي تسلیت

د اسرائیلو په هوايي برید د حماس درې زامن ووژل شول چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ورته تسلیت ویلی

طالب ویاند ذبیح الله پر خپله اېکس پاڼه ویلي،د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ټیلیفون د حماس غورځنګ له مشر اسمعیل هنیه سره د هغه د دریو زامنو او لمسیانو په مرګ له نوموړي سره خواخوږي وکړه.

تېره ورځ په غزه کې د حماس ډلې دغه مشر د کورنۍ غړي د اسراییل په برید کې وژل شوي وو.

دغه تسلیت د تیلیفون له لارې ویل شوی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنج شنبه د (وري ۲۳مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر له مشر اسمعیل هنیه سره د ټیلیفون له لارې د هغه د دریو زامنو او لمسایانو په مرګ خواخوږي وکړه او ورته ويلي یې دي چې د هغه د زامنو «وينه به رنګ راوړي.»

د الجزیرې خبري شبکې تېره ورځ (د وري ۲۲مه) خبر ورکړ، چې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه درې زامن په غزه کې د اسراییل په هوايي برید کې وژل شوي دي.

gaza
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي

نور ولولئ: حماس-اسراییل جګړه: اسراییلیانو د فلسطیني کډوالو پر کمپ بمبارۍ کې ۷۰ کسان وژلي

نور ولولئ:  د حماس-اسراییل جګړه؛ حماس د جګړې تر پای ته نه رسېدو پورې د یرغمل شوو کسانو د نه خوشي کېدو ګواښ کړی

نور ولولئ: د اسراییل-حماس جګړه به په ۲۰۲۴ کې هم روانه وي

دغې شبکې د اسماعیل هنیه له قوله ویلي، چې زامنیې د غزې په شمال کې شاطي کمپ ته د اختر لپاره له خپلې کورنۍ او خپلوانو سره د لیدو لپاره روان وو، چې د اسراییل له لوري پرېبرید وشو.

د حماس د جګړې دوام

د طالبانو وياند د اسمعیل هنیه له قوله لیکلي چې د حماس ډله به هم د طالبانو په پله پل ږدي او خپله جګړې ته به دوام ورکوي.

مجاهد د امیرخان متقي له قوله ویلي چې د حماس ډلې «مبارزه به په فلسطین کې د اسراییل د صهیونیستي رژیم د ماتېدو لامل شي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر له مشر سره په ټیلیفوني خبرو کې داسې مهال د لوېدیځ له ملاتړه برخمن اسراییل په وړاندې تونده ژبه کاروي چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مکال د چهارشنبې په ورځ ویلي چې په افغانستان کې د بشري ناورین لپاره روانې د امریکا مرستې د طالبانو لاسته لویږي.

دارنګه د ایران یوه جګپوړي چارواکي ویلي وو چې له افغانستانه به غزې د ځانمرګو لښکر ولېږي، خو طالبانو هغه وخت په دې اړه غبرګون ښودلی و.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button