ځایی

د خبریالانو نړیوال فدراسیون: د طالبانو لخوا د مهدي انصاري د ۱۸ میاشتو د بند سزا غندو

د خبریالانو نړیوال فدراسیون (IFJ) د طالبانو له خوا د افغان‌نیوز خبري شبکې خبریال مهدي انصاري ته د ۱۸ میاشتو بند سزا په کلکه غندلې ده.

نوموړي بنسټ سه‌شنبه د مرغومې پر ۲۴مه له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د خبریالانو خپل‌سري نیول پای ته ورسوي.

همداراز د خبریالانو نړیوال فدراسیون له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې په افغانستان کې له خبریالانو او بیان ازادۍ څخه ملاتړ وکړي.

په کابل کې د طالبانو یوې محکمې مهدي انصاري د طالبانو له انتقادي رسنیو سره د همکارۍ په تور پر ۱۸ میاشتې بند محکوم کړی دی.

انصاري د طالبانو د استخباراتو له خوا د ۲۰۲۴ د اکټوبر پر  ۵مه د کابل په دشت برچي سیمه کې نیول شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان خبریالانو اتحادیې (AIJU) ویلي و چې په راتلونکې محاکمه کې د انصاري د سزا کمښت لپاره هڅې روانې دي.

د يادونې ده چې د طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د انتقادي رسنیو پر ځپلو او د خبريالانو پر نیولو او ربړولو لاس پورې کړی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button