د ختیځو ولایتونو زلزله کې ۷۰۰ ماشومان مړه شوي
اړوند خبرونه:
د افغانستان زلزلې ځپلو ته د متحده عربي اماراتو بېړنۍ مرستې او ژغورونې ټیم
د افغانستان ختیځ دوو شدیدو زلزلو ولړزاوه
زلزله؛ د مړو شمېر ۱۰۰۰ او د ټپیانو شمېر ۲۵۰۰ ته ورسېده
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره (یونیسف) وايي چې، د افغانستان په ختیځ کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونوکې د تېرې اونۍ زورورې زلزلې له امله ۲ زره ۲۰۵ کسان مړه او ۳ زره ۶۴۰ ټپیان شوي دي.
د یونیسف په وینا چې د دې زلزلې له امله هلته له ۷۰۰ ډېر ماشومان مړه شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغو ماشومانو کې ۳۹۳ پکې نجونې، ۳۳۸ هلکان شامل دي.دغه راز ۸۱ داسې ماشومان دي چې کورنۍ یې ناڅرګندې دي او ۲۷۱ نور ماشومان یتیمان شوي دي.
یونیسف پرون دوشنبه په یو راپور کې زیاته کړې چې د افغانستان په ختیځ کې د وږي میاشتې د ۹ مې نېټې زلزلې له ۵۰۰ زرو ډېر خلک ځپلي چې په دې شاوخوا ۵۳ سلنه یې ماشومان دي.
یادې ادارې همداراز په کونړ، ننګرهار او لغمان کې له زلزلې وروسته د خوارځواکۍ پر وضعیت هم اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې هلته خوارځواکي په چټکۍ د پراخېدو په حال کې ده.
یونیسف د زلزلهځپلو لپاره د بودیجې د کمښت خبرداری هم ورکړی دی.
دا ارقام داسې مهال خپرېږي چې له بلې بیا په یاده زلزله کې یوازې په کونړ ولایت کې تر ۲۲۰۰ زیات کسان مړه او تر ۳۵۰۰ زیات بیا زخمیان دي.
د زخمیانو لپاره په کونړ ولایت کې تازه د بېړنۍ درملنې مرکز هم پرانیستل شو، چې هلته به د زلزله ځپلو درملنه کېږي.