ژوند او ټولنه

د خورما نادره ګټې

خورما د انسان د روغتیا لپاره خورا ډېرې ګټې لري، خو دلته ترې ۵ انتخابوو

په پنځو دانو خورماوو کې ۳۰ ګرامه کېږي، له ۸۱ کالوري، یو ګرام پروټین، ۰.۱ ګرام غوړ، ۲۰.۴ ګرامه کاربوهائیډرېټس، ۲۰.۴ ګرامه خوږه، ۱.۶ ګرامه فایبر او ۲۱۰ ملي ګرام پوتاشیم شامل دي.

د خورما مېوه په بېلابېلو ډولونو کې ده او د بېلابېلو په ځانګړي توګه په عربي هېوادونو کې په لویه پیمانه پیدا کېږي او د نړۍ نورو بازارونو ته صادرېږي.

afghan (24)
د خورما ګټې

خورما چې په ګڼو ناورغیو کې خوړل کېږي، روغتیا ته ګټه رسوونکي ځانګړي غذايي مواد او ترکیبونه لري.

موږ غواړو چې په دې لیکنه کې یوازې په څو نقطو چې ډېرې مهمې دي، تمرکز وکړو.

۱. د محافظتي انټي اکسیډنټ بډایه سرچینه

خورما د انټي اکسیډنټ د ترلاسه کولو غوره ذریعه ده. نو له دایمي ناروغیو خوندیتابه کې مرسته کوي.

afghan (23)
د خورما ګټې

۲. د معدي او کولمو له روغتیا سره مرسته کوي

د څېړنو له مخې په خورما کې موجود فایبر روغتیا کې مهمه ونډه لري.

فایبر کولمې روغې ساتي او پر اوږد مهاله ناروغیو د اخته کېدو خطر راکموي.

نور ولولئ: ماشوم ته د مور له شیدو پرته کوم خواړه ورکړو؟

نور ولولئ: د افغانانو دودیز خواړه

afghan (22)
خرما حافظه قوي کوي

په ۲۰۱۵ کال کې یوې څېړنې وښوده چې د خورما له خوړولو سره د کولمو د سرطان خطر کمېږي.

خورما کې د موجود فایبر او پولیفینول له کبله د جراثیمو وژونکې ځانګړتیا وي.

۳. د هډوکو کلکوالي سره مرسته کوي

خورما کې د کلسیم، مګنیزیم، فاسفورس او پوتاشیم په څېر هډونو لپاره ګټور منرالونه موجود وي.

afghan (21)
هغه خواړه چې کابوهایډرېټ لري

پر دې سربېره په ویټامینو هم بډایه وي، چې د روغو هډوکو لپاره اړین دی.

۴. میندوارۍ او زېږون لپاره ګټور خواړه

د خورما په اړه ویل کېږي چې که مینداره ښځې یې د حمل په وروستیو میاشتو کې د ورځنیو خوړو برخه وګرځوي نو له سالم زېږون سره مرسته کوي – عملیات او درملو ته د اړتیا امکان راکموي.

دا هم ویل کېږي چې د خورما له دوامداره خوړلو سره د میندوارو مېرمنو د زېږون مرحله را لنډېږي.

کجوره کې موجود مواد اکسيټوسین هرمونونو لپاره ګټور دي چې ښځو کې د میندوارۍ پر مهال فعالېږي.

۵. د شکر بدیل

اوبو کې چې د خورما له منحلولو کوم شربت په لاس راځي، په هغه کې د شکر یا د جي ای کچه ټیټه وي. په همدې ډول د فرکټوز اندازه هم پکې کمه وي.

خرما د نورو خوږو شیانو یا خوراکونو په پرتله کمه اندازه شکر لري او ګټه یې هم ډېره ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button