نړیوال خبرونه

د خوست اوپکتیکا خلک د عربي اماراتو څخه مننه کوي

روغتون او د زلزلې ځپلو سره د مرستې لپاره د خوراکي توکو الوتکې واستول

عربي اماراتو افغانانو سره مرستې وکړې دوي یو مجهز روغتون جوړ کو او همداراز ېې د زلزله ځپلو لپاره د خوراکي توکو الوتکې هم راولېږلې.عربي امارت یواځینی هېواد دی چې په هر سخت وخت کې د افغانانو مرسته کړې ده دوي د نوي دولت په راتګ سره او همداراز د کرونا وبا د خپرېدو وخت کې هم افغانانو سره کومک کړی وو. 

په پکتیکا او خوست کې د زلزله ځپلو د درملنې لپاره سیمه ییز روغتون

اوس تازه عربي اماراتو د پکتيکا او خوست د زلزله ځپلو د درملنې لپاره مجهز سيمه ييز روغتون پرانيستی دی. د عربي اماراتو رسنيو ويلي چې د ياد روغتون وسايل او تجهيزات وړمه ورځ افغانستان ته را استول شوي وو. د عربي اماراتو دغه روغتون په زر متر مربع سيمه کې فعال شوی چې پنځه اويا بسترونه، ۲۵ د اکسيجن ډبې، دوې مجهزې عمليات خونې او د بېړنيو صحي مرستو اړين وسايل او تجهيزات لري. 

نور یی ولوله| کرزی: د دیني عالمانو غونډه کې باید د ولس استازي شریک وی

نور یی ولوله| م.م سازمان: طالبان باید د نجونو د ښوونځیو په هکله پر خپله ژمنه عمل وکړي

د افغانستان لپاره د عربي اماراتو سفير عيسی الداهيري ويلي چې هېواد يې له افغان زلزله ځپلو سره مرستو ته ژمن دی. تر دې وړاندې د اماراتو د دولت مشر شيخ محمد بن زايد هم امر کړی و چې د خوست او پکتيکا زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو په موخه دې يو هوايي دهليز پرانيستل شي.تر څو دغه مرستې ژر تر ژره افغانستان ته ورسیږي.

د عربي اماراتو په دې اقدام باندې افغانان د زړه له کومې مننه کوي او د دوي په سخت وخت کې افغانانو سره مزستې ستايي.اوس تازه چې عربي اماراتو خوست سره مرستې وکړې په دې باندې ترېنه د خوست خلک او مشران په ځانګړي ډول مننه کوي.باید یاده کړو چې د خوست خلک د سوادګری او نور کاروبارونو په موخه دوبی کې ډېر مېشته دي.ذوي د عربي اماراتو سره ځانګړې مینه او تړاو لري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button