سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

د خوست والي فدايي: کوشش کوو چې د غلام خان بندر لار تجارتي او ټرانزيټ لپاره ژر پرانيستل شي

د خوست والي حليم فدايي وايي. له ډېر وخت راهيسې د غلام خان بندر په حقله د ولايتي ادارې او مرکزي ادارو ترمنځ کوششونه روان دي تر څو وکولاى شو دا لار هم تجارتي او هم ټرانزيټ شي. هفه زیاته کړه دويي کوشش کوي چې دغه لاره ژر پرانستل شي.

دغه ولایت ته له مرکزڅخه تېره ورځ يو پلاوي سفر کړۍ وو چې په پاکستان کې افغان سفير عاطف مشعل، د ملي شورا استازو هلمند هلمند، لياقت الله بابکرخېل او عبداللطيف ژوند، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ټرانزيټ رييس محمد سعيد سعيدي او د ټرانسپورټ وزارت د بنادرو او عوايدو رييس حسېن خېل پکې شامل وو.چې دا ټول د خوست والي حليم فدايي په ګډون غلام خان بندر څخه ته هم سفر کړۍ وو او د دغې بندر ليدنه ېې کړې وه.

حلیم فدايي په دغه مهال وويل، چې تر اوس پورې ولايتي کچه د غلام خان بندر د ټرانزيټ او تجارت په موخه ټولې چارې چې په هغه کې د معلوماتو راټولول، د عملياتي پلان او طرحې ترتيب، د موضوع په تړاو تحرک رامنځته کول او ذيدخله غاړو ته د ياد بندر د موثريت او مثمريت په موخه قناعت ورکول شوۍ او اوس د سفر مهمه موخه دا ده چې مرکزي ادارې هم له محلي ادارې سره د يوه واحد سند د ترتيب له لارې په چارو کې شريکې او د هغوى د تعقيب منظم ميکانيزم رامنځته کړو.تر څو دغه چارې ژر پیل شي او تکمیل شي.

حليم فدايي زياته کړه، چې د ولسمشر لومړيتوب او واضح هدايت دا دى چې د غلام خان بندر ټرانزيټي مراحل دې طى شي، چې له نېکه مرغه د ولايتي ادارې د صلاحيت او مسووليت د ساحې پورې تړلي فعاليتوه يې نهايي شوي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفیر شکرالله عاطف مشعل وویل، د غلام خان بندر د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره د جلالتمآب جمهور رئیس لارښوونې ډېر واضح دی، ماته امر شوی، ترڅو د لارې په مورد د پاکستاني لوري سره په ګډه کار وکړم نومموړي زیاته کړه : موږ دواړو خواؤ ته امکانات ولیدل، مسولینو سره مو خبرې وشې ، دا د کارونو تسلسل دی، ترڅو نیمګړي برخې پوره کړو. او ژر ترینه ګټل اخیستل شروع کړو.

نوموړي زیاته کړه : مونږ له خوست د والي څخه مننه کوم، چې د غلام خان بندر په اړه یې په ولایتي کچه ټول کارونه خلاص کړي او ۲۷ مورده موجود دي، چې په عاجله توګه باید د مرکزي محترمو ادارو له لوري رسیدګي ورته وشي.

عاطف مشعل وویل : خوست ولایت اداره د غلام خان بندر په اړه متحده ده او زما هیله ده، چې مرکزي ادارې ددې بندر تخنیکي اړخ ته وکړي او د جلالتماب جمهور رئیس واضح هدایت دی چې نور یې باید کارونه په عملي توګه شروع شي.موږ به یو واضح ګزارش جلالتماب جمهور رئیس ته وړاندې کړو، ترڅو د غلام خان بندر د سوداګرۍ او ترانزیټ چارې په جدي توګه تعقیب شي.

د ا هم باید یاده کړو چې د غلام خان بندر ډېر مهم بندر دۍ د افغانستان لپاره چې څومره کیدایشي باید دغه لاره ژر پرانیستل شي ترڅو د نورو ګاونډي هېوادونو سره په ازاده فضا کې تجارت وکړو او ازاد او په ځان بسیا افغانستان ولرو.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button