نړیوال خبرونه

د خوست پکتیکا زلزله ځپلو لپاره د متحده عربي اماراتو لخوا جوړ شوی ساحوي روغتون کار پیل کړ.

د متحده عربي اماراتو لخوا په زلزله ځپلو سیمو کې جوړ شوی روغتون

د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې د متحده عربي اماراتو لخوا جوړ شوی ساحوي روغتون د متخصصو طبي کارکوونکو، تجهیزاتو او اکمالاتو په لرلو سره په فعالیت پیل وکړ.دا روغتون جوړول د شیخ محمد بن زاید لارښوونو څخه وو.

زلزله ځپلو خلکو ته د بیړنیو مرستو رسول

یاده دې وي چې د متحده عربي اماراتو ولسمشر جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان د زلزلې ځپلو خلکو ته د بیړنۍ مرستې رسولو لارښوونه کړې وه او په دې لارښوونه کې زلزله ځبلو لپاره یو بیړنی روغتون جوړول هم شامل وو چې اوسمهال دغه جوړ او ګټې اخیستلو ته وسپار شو.په روغتون کې 75 بسترونه، 20 د اکسيجن سلنډرونه او د 1,000 مربع مترو په ساحه کې دوه عملیاتي خونې شتون لري او د هغو ټپيانو لپاره چې عاجلو طبي مرستو ته اړتیا لري د چټک طبي امکاناتو سره مرسته کوي.

نور یی ولوله| د افغانستان د کنګل شویو پیسو په هکله د ناروې د استازي لیدلوری

نور یی ولوله| ملا هبت الله اخوند: مونږ مستقل یو د هیچا فرمایشات نه منو

افغانستان کې د متحده عربي اماراتو سفیر جلالتمآب عیسی سالم الدهري وویل: د ساحوي روغتون رامینځته کول د متحده عربي اماراتو د هڅو یوه برخه ده چې ننګونو ته ځواب ووایی او د ګړندي طبي مداخلې او ژوند ژغورونکي درملنې چمتو کولو لپاره په سختو شرایطو کې هغو سیمو ته ورسیږو چې زلزلې ځپلي دي.

باید یاده کړو چې عربي اماراتو د روغتون تر څنګ متحده عربي اماراتو د زلزلې ځپلو سره خپلې بیړنۍ مرستې ورسولې دې مرستو کې د مختلفو خوراکي او طبي وسایل شامل وو، دا مرستې د هغه ژمنو برخه ده چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د زلزلې د اغیزو د له منځه وړلو لپاره په نړیوالو هڅو کې شامل وه.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button