نړیوال خبرونه

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ له سخت حالت سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان کې ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

ملګرو ملتونو ویلي، وروستیو سېلابونو د هغو افغانانو شمېر لا پسې ډېر کړی چې د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دي او په دې ډله کې ماشومان تر ټولو ډېر زیانګالي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په تېره یوه میاشت کې شاوخوا څلور واره سخت سېلابونه راووتل چې د وروستیو شمېرو له مخې لږ تر لږه ۱۲۰۰ کورنۍ یې په څو ولایتونو کې زیانمنې کړې.

له خوارځواکو سره د کافي مرستو نه موجودیت

ډبلیو اف پي ویلي چې تر خپل وسه یې له زیانمنو خلکو سره د خوراکي توکو مرستې کړي، خو بیا هم دا مرستې کافي نه دي ځکه د سږ کال په لومړو څلورو میاشتو کې له هرو درېیو کسانو یو د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دی. په دې اساس د افغانستان نږدې ۱۶ میلیونه وګړي کافي خواړه نه لري.

afghan (5)
د خوړو نړیوال پروګرام

په دې ډله کې څلور میلیونه کسان له سختې خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي. د دې شمېر یوه لویه برخه یعنې ۳،۲میلیونه ماشومان دي.

نور ولولئ: ډبلیو ایف پي: یو میلیون افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره ۱۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

نور ولولئ: د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د ژمي په رارسېدو د لوږې د کچې پر لوړوالي اندېښنه څرګنده کړې

تر ماشومانو وروسته امېندوارې مېرمنې د خوارځواکۍ له لوی خطر سره مخ دي. زیاتېدونکې بېوزلي او وزګارتیا هغه عوامل دي چې لوږه یې زیاته کړې او دې چارې تر ډېره په ماشومانو او ښځو مستقیم اغېز پرېښی.

د ارزان بیه خوړو پر مټ له خوارځواکۍ سره مبارزه

اوسنیو سختو اقتصادي شرایطو ته په کتو چې خلک پروتیني خواړه لکه غوښې او مېوې ډېر نه شي اخیستلی ډاکتران د ځينو ارزان بیه خوړو په مټ هم له خوارځواکۍ سره مبارزه ممکنه بولي.

د داخلې متخصص ډاکتر فریدالله عمري د دوشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل:

” کولای شو د تقسیم اوقات له مخې په خپلو کورونو کې په منظم شکل په خاصه توګه ماشومانو ته د ترکارۍ شوروا یا د سبو شورورا همدارنګه لوبیا، نخود او نسک د دې تر څنګ بخار ورکړو او شوروا ترې جوړه کړو هغه که چېرته ورته ورکړو زه مطمین یم چې ماشومان به له خوارځواکۍ په امن پاتې کېږي او په سو تغذي به نه اخته کېږي.”

ډبلیو اف پي ویلي د دوی مرستندویانو له څه باندې دوه نیمو لکو خوارځواکو ماشومانو او ۲۷۷ زره خوارځواکه امېندواره او هغو ښځو سره چې تازه یې ماشومان زېږولي د مغذي خوړو مرستې وکړي څو یې ژوند وژغورل شي.

د دې ادارې په وینا، په خوارځواکۍ د اخته کېدو د مخنیوي لپاره یې د احتیاطي تدابیرو په لړ کې له شاوخوا اوه لکه ماشومانو او دوه نیم لکه ښځو سره د خوراکي توکو مرستې کړې دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button