افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: میلیونونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

ډبلیو ایف پي وايي، افغانستان کې د ژمي په رارسېدو خلک د لوږې له ناورین سره مخامخ دي

اړوند مطالب: 

ډبلیو ایف پي: یو میلیون افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره ۱۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د ژمي په رارسېدو د لوږې د کچې پر لوړوالي اندېښنه څرګنده کړې

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې په افغانستان کې میلیونونه کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام دا څرګندونې سه‌شنبه‌ د مرغومې پر ۱۸مه د اېکس‌پاڼې له لارې په یو خپاره کړي بیان کې کړي دي.

نوموړي سازمان لیکلي چې د دې کورنیو ډېری اړ دي څو د خوړو او خپلو ماشومانو د ګرم ساتلو ترمنځ یو انتخاب کړي.

دغه سازمان په افغانستان کې د اقتصادي ناورین په اړه اندېښنه ښودلې او له افغانانو سره یې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

له دې مخکې یاد سازمان ویلي و چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره ۷۱۸ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې وه چې په افغانستان کې ۱۵ میلیونه خلک نه پوهېږي څو د بل وخت خواړه به له کوم ځایه ترلاسه کوي.

د نوموړي سازمان د معلوماتو پر بنسټ، له دې کسانو څخه یو میلیون یې د بدخشان، غور، بامیان او دایکندي په ګډون په سختو سیمو کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د یو شمېر طالب چارواکو پانګه میلیونونو ډالرو ته رسېږي.

که څه هم دا ډله په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو د مدیریت وس نه لري، خو په خپلو محدودونکو اقداماتو سره غواړي چې د یو شمېر بهرنیو مرستندویه بنسټونو فعالیتونه محدود او یا ودروي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button