نړیوال خبرونه

د خپلمنځي خبرو د تماس ډلو ناستې لاهم بې نتیجې دي

د خپلمنځي خبرو د تماس ډلو ناستې لاهم بې نتیجې دي دوحه کې لاهم د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبان د تماس ټیمونو غونډې بې نتیجې پای ته رسیږي او پر اختلافي ټکو دواړې خواوې هوکړې ته ندي رسېدلي خو ملابرادر بیا له قطري چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي.

په دې اړه سرچینی وايي چې د طالبانو د قظر ډلې مرستیا عبدالغني برادر د قطر هېواد مرستیال لومړي وزیر او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سره لیدليمحمد نعیم وردګ د طالبانو د قطر دفتر ویاند ویلي چې ملا برادر له دې چارواکو سره د امریکا سره د سولې هوکړې پر پوره پلې کیدو او د افغانانو د خپل منځي خبرو په هکله غږیدلی طالبان د سولې هو کړي د پوره عملي کیدو خبره کوي خو په افغانستان کې دا ډله هره ورځ خپله هوکړه د افغانستان پر خلکو، او ځواکونو په بریدونو کولو سره سر غړونه او خلاف ېې کوي.

یاده ډله امریکا سره شوی توافق کې ویلي چې پر لویو ښارونو به بریدونه نکوي او د بهرنیو ترهګرو ډلو سره به خپلې اړیکي پرې کو، خو اوس مهال طالبان هم له بهرنیو ترهګرو سره اړیکي پالي او هم د افغانستان پر لویو ښارونو بریدونه کوي چې هلته تر ډېره بریده ملکیانو ته زیان رسیږي او دويي به پوره پوره په هوکړې عمل کوي.

له همدې امله امریکا هم پر طالبانو په غوصه ده او ویلي يې دي چې لا به هم پر طالبانو خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړي د امریکا پوځ تیره ورځ په یوه بیان کې وویل چې طالبان خپلو سرغړونو ته دوام ورکوي ځکه نو به هم پرې خپل بریدونه جارې وساتی هغوی ویلي چې کله د طالبانو په مقابل کې د دوحې له هوکړې سرغړونه نه ده کړې، خو برعکس طالبانو په هلمند او فرا کې پر افغان ځواکونو باندې حملې وکړې چې دوی يې یوازي دفاع ته ورغلي دی

لګیت د هلمند جګړې ته په اشارې وویل چې ټولې نړۍ ولیدل چې طالبانو هلمند کې زرګونه کسان بې کوره، او لګسونو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله ځکه نو موږ د افغان ځواکونو مرستې ته ورغلو او دا همکاري به د دوحې د دوه اړخیزه اعلامیې پر بنټ دوام ولري اوس باید دواړه لورې ژر تر ژره پر اوربند باندې سره په توافق ورسیږي او سولې خبرو ته دوام ورکړي تر ځو ورور وېنه ختمه شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button