نړیوال خبرونه

د خپلمنځي مزاکراتو لومړۍ غونډه

نن شنبې د سپټمبر ۱۲ نیټه باندې د افغانانو خپلمنځي مزاکراتو پرانست غونډه پیل شوه له ډېر وخت راهیسې خونړۍ جګړې وروسته په اول ځل د طالبانو  او افغان جهتونو مذاکراتي ټیمونه د لسګونو هیوادونو د سفیرانو او بهرنیو چارو وزیرانو په حضور کې یو بل ته مخامخ ناست وو.

او په دې ناستې سره ېې د د خپلمنّځي مزاکراتو لړۍ پیل کړه د امریکایانو اود طالبانو دا توفق شوی وو چې د امریکا اود طالبانو توافق پر بنسټ به بین الافغاني مزاکرات پيليږي. یاده ناسته چې د قطر په وخت په نهه بجې او د کابل په لس نیمي بجې پیل شوه ، د دواړو لورو د مذاکراتي ټیمونو تر څنګ به  د طالبانو د سیاسي دفتر رییس «ملا برادر اخند»، د  امریکا د بهرنیو چارو وزیر پمپیو، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد»، د ملی مصالحې عالي شورا شورا مشر عبدالله عبدالله، اخارجه وزیر حنیف اتمر او د لسګونو هیوادونو سفیران هم پکې ګډون کوي او د بهرنیو چارو ګڼ وزیران به یې د په انلاین بڼه پکې شرکت وکړ

ویل کېږي، د یادې ناستې پرانیستونکي وینا به د قطر د بهرنیو چارو  د وزیر «شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني» له لوري وشوه او ورپسې به عبدالله عبدالله، ملا عبدالغني برادر او مایک پمپیو ویناوې وکړې. د میلمنو له ډلې به د ناروې، چین، اندونیزیا، ازبکستان، جرمني، پاکستان، هند، ایران، هسپانیې، فنلنډ، برتانیا او جاپان د بهرنیو چارو وزیران،

همداراز د ترکمنستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي، د اسلامي همکاریو سازمان رییس، د ناټو عمومي منشي، او د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو مشر به د ناستې ګډونوالو ته ویناکوي.دويي به د افغانستان د دولت او طالبانو تر منځ پیل شوي مزاکراتو خپل ملاتړ اعلانوي. او دويي به د خپل هېوادونو پیغامونه هم ګډونوالو ته واوروي.

ناسته به دوه ساعته دوام وکړي او د ډوډۍ او لمانځه تر وقفې وروسته د بېلابېلو لورو تر منځ دوه اړخیزې او درې اړخیزې لیدنې هم کېږي.او ټول غړي به خپل خپل نظریات شریکوي او د سولې خبرو په اجنډا به خبرې کوي او دې سره سره به په افغانستان کې په اوربند هم خبرې کوي.

د خپلمنځي مزاکراتو لومړۍ غونډه
د خپلمنځي مزاکراتو لومړۍ غونډه

ویل کېږي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر په حضور کې به د طالبانو د سیاسي دفتر رییس «ملا عبدالغني برادر» د کابل د پخلاینې عالي شورا له مشر «عبدالله عبدالله» سره وګوري.او د بین الافغاني خبرو د پیل او نورو جزیاتو په اړه به سره وغږیږي. او همداراز به په راتلونکې پلانونو هم خبرې وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button