ستورپوهانو له فضا څخه مرموز راډیویي سیګنال ثبت کړی؛ سرچینه یې څه ده؟

چینايي څېړونکو د FAST تلسکوپ په معلوماتو کې یو مرموز راډیویي سیګنال موندلی؛ خو ساینسپوهان یې د ځمکنۍ لاسوهنې احتمال تر نورو ډېر بولي.
د چینايي ساینسپوهانو په مشرۍ یوې څېړنیزې ډلې د نړۍ د تر ټولو لوی واحد کاسې لرونکي راډیويي تلسکوپ «فاسټ» (FAST) په پخوانیو معلوماتو کې یو غیرمعمولي سیګنال پېژندلی دی.
دغه سیګنال د K2-155 په نوم د یوه ستوریز نظام په لوري د څارنې پر مهال ثبت شوی دی. یاد نظام له ځمکې شاوخوا ۲۳۸ نوري کاله لرې پروت دی.
څېړونکو د ۳۳ ستوریزو نظامونو هغه معلومات بیا ارزولي چې په ۲۰۲۱ کال کې راټول شوي وو.
په دې څېړنه کې یې د کمپیوټري تحلیل له یوې نوې طریقې کار اخیستی، څو کمزوري او غیرمعمولي سیګنالونه له نورو راډیويي څپو بېل کړي.
راډیویي سیګنال ولې د ستورپوهانو پام ځان ته اړولی؟
د څېړنې پر مهال ثبت شوی سیګنال ډېرې تنګې فریکوینسۍ درلودې او د وخت په تېرېدو یې فریکوینسي ورو ورو بدلېده.
دا ځانګړنې د ستورپوهانو لپاره د پام وړ وې، ځکه د ځمکې له فضا بهر د احتمالي ټکنالوژۍ د نښو په لټون کې ورته سیګنالونه څېړل کېږي.
د FAST تلسکوپ د معلوماتو ترلاسه کولو سیستم ۱۹ بېلابېلې څارونکې برخې لري.
یاد سیګنال یوازې په هغې برخه کې ثبت شوی و چې د K2-155 نظام ته متوجه وه. په پاتې ۱۸ برخو کې یې نښه نه وه لیدل شوې.
څېړونکو دغه سیګنال ته «NBS 260108» نوم ورکړی او د هغه ځانګړنې یې په تفصیل وڅېړلې.
ایا دا د فضايي موجوداتو د شتون نښه ده؟
ساینسپوهان ټینګار کوي چې دغه موندنه د ځمکې له فضا بهر د هوښیار ژوند د شتون ثبوت نه دی.
د نورو معلوماتو له ارزونې څرګنده شوې چې ورته سیګنالونه د دریو نورو ستورو د څارنې پر مهال هم ثبت شوي وو.
همداراز، د سیګنال د قطبي ځانګړنو تحلیل د دې احتمال پیاوړی کړی چې سرچینه یې ځمکنۍ راډیويي لاسوهنه یا د تلسکوپ د وسایلو اغېز وي.
څېړونکو تر اوسه د سیګنال دقیقه سرچینه نه ده معلومه کړې، خو د شته شواهدو له مخې یې فضايي سرچینه نه ده تایید کړې.
د K2-155 په نظام کې درې پېژندل شوې سیارې شته. له دغو سیارو یوه یې داسې سیمې ته نږدې ده چې د مناسبو شرایطو په شتون کې پکې د مایع اوبو امکان څېړل کېږي.
د څېړونکو په باور، د هر نوي راډیویي سیګنال دقیق ارزول اړین دي، څو طبیعي پېښې او د انسانانو د ټکنالوژۍ اغېزې له احتمالي فضايي سرچینو بېلې شي.
د دې څېړنې پایلې د «The Astronomical Journal» په علمي مجله کې خپرې شوې دي. راډیویي سیګنال راډیویي سیګنال



