سیمه ییز خبرونه

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې پر اوربند سربېره بیا نښتې شوي

په کورمه کې د شیعه او سني تر منځ بیا نښتي شوي دي او اوربند یې مات کړی دی

د خيبر پښتونخوا د حکومتي پلاوي لخوا په کورمه کې د ډزبندۍ د اعلان سربیره هم د نومبر پر ۲۸مه، له ماښام وروسته شيعه او سني وګړيو جګړه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۲۴مه، د خیبر پښتونخوا حکومت کورمې ته د صوبايي‌ وزیر افتاب عالم په مشرۍ يوه جرګه لېږلې وه. حکومتي پلاوي له سني او شيعه مشرانو سره تر مذاکراتو وروسته اعلان وکړ چې دواړه غاړې په اوربند سلا شوي دي. د صوبايي حکومت وياند، محمد علي سيف د نومبر پر ۲۴مه پر اېکس ليکلي وو چې اوربند سمدستي د ۷ ورځو لپاره دی. د هغه په وينا په دې ورځو کې به د دایمي جنګبندۍ هڅې کېږي.

د حکومت لخوا د اوربند نه عملي کېدل

خو له حکومت سره په مذاکراتو کې شامل د سنیانو یو مشر ملک حاجي سلیم خان اورکزي د نومبر پر ۲۵مه رسنیو ته وويل چې د سیمې د امن په خاطر جنګ بندۍ ته تیار شول خو د هغه په وينا بیا هم پرې ډزې وشوې. “چې پر موږ ګولۍ ورول کېدلې نو څنګه به مو خپله [د اوربند] خبره عملي کوله؟ موږ امت ته ترجیح ورکړې او بیا به هم پر دغه قایم يو خو دا هر ځه یوازې يو طرفه نه شي کېدلی.”

نور ولولئ: خیبرپښتونخوا، کورمه؛ پر مساپرو برید کې وژل شوو شمېر ۴۶ ته ورسېد

نور ولولئ: په پاکستان کې دوه پوځیان هلاک شوي او ۳ نور ټپیان دي

خو په شاخ دولت خیلو کې د شیعه ګانو یو مشر لایق حسین وويل چې دوی د اوربند په وعده ولاړ دي. هغه زیاتوي چې دوی نيولي ځيني کسان د نومبر پر ۲۴مه جرګې ته حواله کړل. “خو زموږ دوه نيول شوي کسان موږ ته نه دي سپارل شوي. ځيني‌مړي هم نه دي راکړل شوي. موږ د جګړې ودرولو او د مړيو د حواله کولو په لوظ ولاړ یو.”

په کورمه کې د خلکو ژوبلېدل

په کورمه کې د نومبر له ۲۱مې راهيسې په جګړه کې تراوسه پورې ۸۲ کسان وژل شوي او ۱۵۰ ژوبل شوي دي. په هغه ورځ د کورمې په دوو ځایونو کې د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر قافلې خونړی برید شوی وو چې پکې ۴۶ کسان وژل شوي وو. په هغوی کې اکثره شيعه ګان وو.

د نومبر پر ۲۳مه، په بګن کې وسله لرونکو کسانو يو بازار وسوځاوه او د چارواکو په وينا ۳۶ هغه کسان ووژل چې د ځايي‌خلکو په خبره، سنیان وو. د کورمې انتظامیې ويلي چې د بګن او ټالو کونج په سیمو کې تر ۷۰۰ زیات دوکانونه، مارکېټونه او کورونه لوټ شوي او اور اچول شوی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button