د داعش په هکله یوه هندي فلم ناندرۍ راپورته کړې دي
په هند کې د هغه فلم په هکله ناندۍ راپورته شوې چې ادعا کېږي کیسه یې د داسې هندي او عیسوي ښځو پر موضوع راڅرخي چې په اسلامي دولت نومې ډله کې د ګډون لپاره لمسول شوې دي
پر کیرالا سټوري یا د کیرالا کیسه نومي فلم ډېری سیاستوالو نیوکې کړې دي چې ځینو دا یو پروپاګند او د مذهبي همغږۍ ضد فلم بللی. خو د لومړي وزیر نریندرا مودي په ګډون د واکمن بهارتیه جنتا ګوند (بي جي پي) مشرانو بیا دا فلم ستایلی دی.
نور ولولئ: د هندۍ فلمي ستورې جیاخان ځانوژنې ته پر هڅولو تورن کس لس کاله وروسته بې ګناه بلل شوی
فلمي کره کتونکو هم دا یو پیکه فلم بللی او یوه کره کتونکي خو ان د فلم په هکله په خپله شننه کې لیکلي چې داسې ښکاري په دې فلم کې د اسلام او د مذهبي بحث په هکله فکرونه له هغو وټس اپ ګروپونو اخیستل شوي چې له کرکې ډکې خبرې پکې کېږي.
د هند په لوېدیځ بنګال ایالت کې پر دې فلم بندیز لګول شوی دی
کیرالا سټوري له یوه بل ورته فلم سره پرتله کېږي، چې کشمیر فائلز نومېد، تېر کال نندارې ته وړاندې شو او په ورته توګه د مشهورو فلمي ستورو له ګډون پرته په لږ لګښت چمتو شوی و.
کشمیر فائلز په ۱۹۹۰ مو کلونو کې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر نه د هندوانو وتلو پر موضوع چمتو شوی و او د نریندرا مودي په ګډون ځینو بي جي پي مشرانو ستایلی و.
نور ولولئ: د پټان فلم له ګټې یوازې شاه رخ خان ته دوه میلیارده روپۍ ورکړل شوي
د کیرالا سټوري فلم په هکله نندارې ته د فلم له وړاندې کېدو څو میاشتې مخکې لا ناندرۍ راپورته شوې
په نومبر میاشت کې چې د فلم په اعلان کې ادعا وشوه چې د ایالت داسې ۳۲ زره اوسېدونکو ښځو کیسه بیانوي چې له داعش سره یو ځای شوې، نو د کیرالا ایالت ځینو سیاستوالو پرې د بندیز لګولو غوښتنه وکړه.
نژدې یو کال وروسته د ۲۰۲۱م کال په سپتمبر کې د هند تحقیقاتو ملي ادارې مسوولینو وویل: داسې ۱۶۸ کسان یې د ترهګریزو بریدونو، دسیسو او مالي مرستو داسې ۳۷ قضیو کې نیولي چې له داعش ډلې یې الهام اخیستی.
دا وروستیو کې پلازمېنه ډیلي کې د بي جي پي ګوند یو شمېر مشران او پلویان د دې فلم لیدو ته یو ځای شوي وو
خو د کیرالا سټوري فلم چمتو کوونکي بیا ادعا کوي، چې د فلم کیسې الهام له رښتینو پېښو اخیستل شوی او تر کلونو پورې یې په دې هکله څېړنه کړې.
نور ولولئ: بوميکا چاولا په «کيسي کا بهای کيسي کا جان» فلم کې د سلمان خان د مور رول لوبوي
په اپریل کې چې نندارې ته د فلم وړاندې کولو نېټه رانژدې شوه، پرې نیوکې هم ډېرې شوې او محکمې ته یې هم په هکله قانوني شکایت وشو.