سیمهییز
د درنې واورې اورېدو له امله د سالنګ او ۵ ولایتونو لارې وتړل شوې

اشرف حقشناس وايي، د سالنګونو ترڅنګ، د وروستیو واورې وریدو له امله د افغانستان د ۵ ولایتونو مواصلاتي لارې هم تړلي دي.
یو ساعت وړاندې د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت اعلان وکړ چې واوره او توپان د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ځینې مواصلاتي لارې بندې کړې دي.
محمد اشرف حقشناس، د دې وزارت ویاند وویل چې د وروستیو واورو وریدنې له امله د سالنګ لویه لاره چې د کابل او شمالي ولایتونو ترمنځ د مهمې ارتباطي لارې په توګه پېژندل کېږي، تړل شوې ده.
د هغه په وینا، د سالنګ لویه لاره د واورې ورېدو، توپان د لید محدودیت او د ځاني خطرونو د مخنیوي لپاره، د سهشنبې په شپه د دوو بجو (د سلواغې/حوت ۷مه) راهیسې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د توپان له کمېدو او د هوا شرایطو له ښه کېدو سره سم به د واورې پاکولو عملیات پیل او لویه لاره به پرانستل شي.