Uncategorized

د دوحې دریمه غونډه؛ د چمتوالي لپاره یې بحثونه کېږي

طالبانو په دې غونډه کې د ګډون په اړه پرېکړه نه ده کړي

ټاکل شوې چې د روان میلادي کال په جون میاشت کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په استازیتوب د دوحې درېیمه غونډه وشي او په یاده ناسته کې به تر ډېره د افغانستان پر سیاسي، بشري، اقتصادي او ورته نورو مسایلو خبرې وشي.

طالبانو تر اوسه په یاده غونډه کې د خپل ګډون په تړاو څه نه دي ویلي، خو د یوناما په شتون کې یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بل استازي له ټاکلو سره مخالفت ښودلی دی.

ویل کېږي چې کېدای شي یو ځل بیا په یاده غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بل استازي پر ټاکلو بحثونه وشي، خو طالبان بیا د نړیوالو له دې غوښتنې سره مخالف دی.

د جاپان سفیر او مولوي کبیر تر منځ کتنه

د جاپان هېواد سفیر تاکایوشي کورمایا پرون ناوخته د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې د دوحې غونډې ته په شاري سره ویلي چې نړیواله ټولنه غواړي شته ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

له چین د مولوي کبیر غوښتنه: د شنګهای راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه راکړئ

سیاسي شنونکي هم دې غونډې ته هیله‌مندي څرګندوي.

نور ولولئ:  طالبان د دوحې ناستې له اجنډا خبر نه لري

نور ولولئ: د دوحې غونډه؛ د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت بحثونه روان دي

د سیاسي چارو شنونکي دغه ډول غونډې که له یوې خوا افغانستان ته د نړۍ د پام اړولو په برخه کې مهمې بولي، خو له بلې خوا بیا وایي چې ډېری دغه ډول غونډو تراوسه کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.

دا هم ولولئ:  څلور اړخیزې سیالۍ؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړو د برازیل ویزې ترلاسه کړې

یاده غونډه د شته ستونزو لپاره فرصت

د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی جاوېد مومند وایي، د دوحې درېیمه ناسته د افغانستان لپاره مهمه ده او سرپرست حکومت باید یاده غونډه د شته ستونزو د حل لپاره یو فرصت وبولي.

«بدبختانه ددغو غونډو ملموسه نتیجه چې مثبته وي او د افغانستان په ګټه وي مونږ ندي لیدلي، ځکه چې هره غونډه چې نیول کېږي په هغه کې هېوادونه خپل موخې لري هغه ترسره کېږي د هغو د ګټو په اساس پرېکړې کېږي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی سید اکبر اغار وایي چې اسلامي امارت باید له دې غونډې څخه ښه ګټه واخلي، خپلې ستونزې شریکې او له نړیوالو څخه د همکاریو غوښتنه وکړي.

«په دې غونډه کې د اسلامي امارت ګډون ډېر مهم دی او اسلامي امارت هم دې غونډې ته له خپلو برنامو سره یوځای ورځي. اسلامي امارت د خپلو راتلونکو برنامو راپور وړاندې کړي.»

یاده دې وي چې د جاپان هېواد سفیر تر دې وړاندې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره هم په لیدنه کې د افغانستان په تړاو د دوحې پر غونډه او نورو مسایلو بحثونه کړي دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button