نړیوال خبرونه

د دوحې په ناسته کې د طالبانو ګډون او د امریکا په شا کېدل

طالبانو پرېکړه کړې چې د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ پلاوی به د دوحې په دریمه غونډه کې ګډون وکړي

هاخوا بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی په دغه غونډه کې د ګډون کولو پرېکړه نه ده کړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي چې پلاوی یې د دوحې په راتلونکې ناسته کې د دغې ډلې د مرکزي ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ ګډون کوي.

د نوموړي وزارت ویاند عبدالقهار بلخي سه‌شنبه د چنګاښ پر ۵مه په خواله شبکې اېکس کې د دغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي، ذبیح‌الله مجاهد او ځينو نورو طالب چارواکو ترمنځ د کتنې خبر ورکړی دی.

د ملا هیبت الله پرېکړه

په دې کتنه کې متقي زیاته کړې چې دا پرېکړه د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د هدایت له مخې نیول شوې ده.

afghan (65)
د طالبانو پر وړاندې افغان معترضې مېرمنې

بلخي د متقي له قوله لیکلي چې دا پلاوی به د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغانستان پر مالي او بانکي نظام، د خصوصي سکتور د پرمختګ په لار کې د ننګونو او له مخدره توکو پر ضد د طالبانو پر اقداماتو خبرې اترې وکړي.

نور ولولئ: راتلونکې اوونۍ په کابل کې د سیمه‌ییزو هېوادونو غونډه

نور ولولئ: طالبان د دوحې ناستې له اجنډا خبر نه لري

نور ولولئ: د افغانستان په تړاو د دوحې غونډې ته د حامد کرزي ګونګ پیغام

طالبان داسې مهال د دوحې درېیمه ناستې ته بلل شوي چې مخالفو سیاسي او نظامي خوځښتونو یې په ناسته کې ګډون غندلی دی.

د دوحې په راروانه ناسته کې د امریکا نه ګډون

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امریکا په یاده غونډه کې د ګډون کولو په اړه پرېکړه نه ده کړي. د امریکا له دغه تصمیم داسې مالومېږي چې د بهرنیو چارو وزارت یا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ ګډون نه کوي.

afghan (64)
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ

امریکا داسې مهال د دوحې په غونډه کې له ګډون کولو ډډه کوي چې هره اوونۍ طالب رژیم ته په لسګونه میلیونه ډالر لېږي او همکاري ورسره کوي.

همهاله د بشري او ښځو حقونو ځينو بنسټونو پر ملګرو ملتونو تور لګولی چې په افغانستان کې له طالبانو سره اړیکې عادي کوي، خو ملګري ملتونه وايي، دغه غونډه به د ښځو پر حقونو راټوله وي.

طالبانو بیا ویلي، داسې غونډو ته ددوی وربلل نړیوالو ته د طالبانو مهموالی په ډاګه کوي. د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي، نړیوالو ته موږ مهم یو او نړۍ غواړي چې تعامل راسره وکړي.

طالبانو د نړیوالو او افغان ملت له غوښتنو سره، سره د افغان نجونو پر مخ د زده کړو مرکزونه، نه دي پرانیستي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button