Uncategorized

د دوحې په ۳مه ناسته کې د افغان ښځو د حقونو پر ځای مالي او بانکي مسائل بحث کېږي

طالبان وايي، د دوحې په ۳مه ناسته کې د خصوصي، مالي، بانکي او د نشه‌یي توکو مسائل بحث کېږي

د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ذاکر جلالي پر ایکس پاڼه لیکلي، ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې ناستې اجنډا له دوی سره شریکه کړې چې دغه غونډه به د خصوصي، مالي، بانکي او نشه‌یي توکو پر موضوعګانو راټوله وي.

ذاکر جلالي په دغې ناسته کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو په اړه څه نه دي ویلي.

نوموړی وايي، په دغه نړیواله ناسته کې د طالبانو د ګډون لپاره ټول شرایط برابر شوي دي.

طالبانو ته د ملګرو ملتونو له لوري ارزښت ورکول

تر دې وړاندې داسې ویل کېده، چې د ښځو د حقونو موضوع به د دغې ناستې غوښنه برخه وي؛ خو په دې وروستیو کې د ځینو نیوکو وروسته داسې برېښي، چې ګواکې ملګرو ملتونو به د طالبانو غوښتنو ته غاړه اېښي وي او په دغه نړۍواله ناسته کې به د ښځو د حقونو موضوع نه شاربل کېږي.

نور ولولئ:  طالبان د دوحې ناستې له اجنډا خبر نه لري

نور ولولئ:  راتلونکې اوونۍ په کابل کې د سیمه‌ییزو هېوادونو غونډه

د مېرمنو د حقونو په برخه کې ځیو ټولنو او ډلو له همدې امله نیوکې لرلې، له هغې ډلې «د افغانستان د مېرمنو لپاره ټولنې» هم نیوکه کړې وه چې د مېرمنو له برخې اخیستنې پرته د افغانستان په تړاو هر ډول ناسته مشروعیت نه لري.

تر دې وړاندې هېدر بار هم په خپله اېکس پاڼه لیکلي و، چې ملګرو ملتونو د دوحې په ناسته کې د افغان مېرمنو مسله له اجنډا اېستې ده.

afghan (43)
د دوحې په ۳مه ناسته کې د افغان ښځو د حقونو پر ځای مالي او بانکي مسائل بحث کېږي

د دوحې ۳مې ناستې اجنډا په رسمي ډول نه ده روښانه

د ملګرو ملتونو سازمان چې د دوحې د درېیمې ناستې کوربه دی تر اوسه یې د دغې غونډې جزییات په رسمي بڼه نه دي روښانه کړي.

په پام کې ده، چې دغه ناسته د یو شمېر هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د ملګرو ملتونو د سازمان تر څار لاندې د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

طالبانو ویلي، چې د دوی پلاوی به هم په دغې ناسته کې برخه واخلي؛ خو لا مالومه نه ده چې د طالبانو دغه پلاوی به په کومه کچه وي.

طالبانو دا رنګه خبرداری ورکړی، چې د دوحې د ناستې په جوړښت او اجنډا کې هر ډول بدلون په دغه ناسته کې د دغې ډلې په برخه اخیستنه اغېز پرې اېستلای شي.

افغان مېرمنې او د بشر حقونو سازمانونه هڅه کوي چې ملګري ملتونه له نجونو او مېرمنو سره د طالبانو ناوړه چلند د جنسي اپارتاید په توګه په رسمیت وپېژني.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button