Uncategorized

د دولت عالي شورا د جوړېدو په هکله مشورې روانې دي

د دولت عالي شورا د جوړېدو په هکله مشورې روانې دي.دحکومت د دولت عالي شورا د جوړښت په هکله سلا مشورې روانې ساتلې او ښايي نږدې ورځو کې يې د غړو نوملړ بشپړ شي.او د شورا لوکړی غونډه هم راوبلل شي.

که څه هم معلومه نده چې دغه شورابه کوم صلاحیتونه لري او کومې دندې به مخته وړي؛ خو ویل کېږي، په نږدې راتلونکې کې به یې نوملړ بشپړ شي.د حکومت د رسنیو د مرکز مسئول دوا خان مینه پال وایي « دا چېکوم ګوندونه وي او د شورا نوم به څه وي د شورا د واکونو حدود به څومره وي تراوسه دا ټول وروستي شوي نه دي او د ډېرو سلامشورو لپاره بحثونه دوام لري.

د حزب اسلامي ګوند ویاند همایون جریر وایي، د حکومت دننه ځیني کړۍ لا هم ددې شورا د جوړېدو د مخنیوي هڅې کوي، خو دده له قوله، ښایي تر یوې اوونۍ دا شورا جوړه شي او شل ستر سیاستوال یې غړیتوب ولري «ټاکل شوې د شورا غونډې په اتو ورځو کې جوړې شي ولسمشر خپلې هڅې پیل کړې دي خو ځينې کړۍ شته چې د دغې شورا جوړېدل په خپله ګټه نه ویني.

img 20210518 112103

د پارلمام ځيني غړي بیا حکومت په خپلسریو تورنوي او تور لګوي، چې له دوی سره مشوره نه کېږي.د هلمند د خلکو استازی شیر محمد اخندزاده ویلي، ارګ کې یوازې غني، محب، فضلي او رولا غني خپلمنځي مشورې کوي او نور د موضوعاتو په تړاو د چا نظر نه اخلي.

یاده شورا داسې وخت جوړېږي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او داسې ویرې شته، چې د بهرنیو پوځيانو د ملاتړ په نشتون کې به حکومت د طالبانو په وړاندې سقوط وکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button