د راډیو نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې د یوې پېړۍ تاریخي مزل او اغېز

نن د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ده؛ پوه شئ چې په افغانستان کې راډیو کله تاسیس شوه او ولې دا رسنۍ لا هم د ټکنالوژۍ په عصر کې خپل اهمیت ساتلی دی.
د فبرورۍ دیارلسمه نېټه په ټوله نړۍ کې د راډیو نړیواله ورځ نمانځل کېږي. دا ورځ په ۲۰۱۱ کال کې د ملګرو ملتونو د ښوونیزې، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) له لوري د راډیو اهمیت ته په کتو ونومول شوه، ترڅو د معلوماتو په رسولو او د ټولنو په نښلولو کې د دې وسیلې حیاتي رول وستایل شي.

په افغانستان کې د راډیو تاریخي مخینه
په داسې حال کې چې نړۍ د راډیو نړیواله ورځ نمانځي، د افغانستان لپاره دا ورځ ځانګړی ارزښت لري. په هېواد کې لومړنۍ راډیو په ۱۳۰۴ لمریز (۱۹۲۵ م) کال کې د غازي امان الله خان د سلطنت پر مهال په کابل کې د «راډیو کابل» په نوم تاسیس شوه. د پام وړ ټکی دا دی چې افغانستان په هغو کلونو کې د نړۍ له پرمختګ سره یو ځای ګام اخیستی و او دا رسنۍ په امریکا کې د لومړۍ راډیو له جوړېدو یوازې پنځه کاله وروسته افغانستان ته راغله.
دا لومړنۍ راډیو چې په “کوټې لندني” سیمه کې جوړه شوې وه، ۲۰۰ واټه ځواک یې درلود، خو له بده مرغه په ۱۹۲۹ کال کې د کورنیو جګړو او اړودوړ پر مهال ویجاړه شوه. له دغې پېښې شپاړس کاله وروسته، په ۱۳۲۰ لمریز کال کې راډیو یو ځل بیا د مخابراتو وزارت ترڅنګ په یوه دوهپوړیزه ودانۍ کې خپل فعالیت پیل کړ.

راډیو؛ د ټکنالوژۍ په عصر کې ژوندۍ رسنۍ
که څه هم نن سبا ټکنالوژۍ خورا پرمختګ کړی او د ټلویزیون، سمارټ فونونو او انټرنیټ عامېدو د خلکو د معلوماتو ترلاسه کولو لارې بدلې کړې دي، خو د راډیو نړیواله ورځ موږ ته دا پیغام راکوي چې دا وسیله لا هم بې بدیله ده.
ډېرو باور درلود چې راډیو به د ګرامافون، فکس او ټیلګراف په څېر د تاریخ برخه شي، خو د توقع خلاف، راډیو لا هم په افغانستان او نړۍ کې د معلوماتو د ترلاسه کولو یوه له اصلي، ارزانې او خورا اغېزناکو سرچینو څخه شمېرل کېږي. په هغو سیمو کې چې خلک برېښنا او انټرنیټ ته لاسرسی نلري، راډیو د هغوی د پوهولو او خبرولو یوازینۍ باوري وسیله ده. له همدې امله په افغانستان کې د راډیو نړیواله ورځ د یوې داسې رسنۍ د لمانځلو مانا لري چې له یوې پېړۍ راهیسې یې د افغانانو په ژوند کې خپل ځای ساتلی دی.




