
په مسکو کې د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونو د مرستیالانو ترمنځ د روسیې او افغانستان نظامي همکاري او د پوځي وسلو د ترمیم په اړه مهمې خبرې اترې وشوې.
په مسکو کې د روسیې او افغانستان د دفاع وزارتونو لوړپوړو چارواکو په یوه رسمي لیدنه کې د امنیتي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه تفصیلي خبرې وکړې. دا لیدنه، چې د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوي فصل د پیل نښه ګڼل کېږي.

د روسیې او افغانستان نظامي همکاري، د مسکو د ناستې جزیات او ګډونوال
د روسیې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د روسیې د دفاع وزارت مرستیال “واسیلي اُسماکوف” او د افغانستان د دفاع وزارت د ستراتېژۍ او پالیسۍ مرستیال “محمد فرید” ګډون درلود. په دې ناسته کې د روسیې او افغانستان نظامي همکاري د بحث اصلي محور و او دواړو لوریو په امنیتي برخو کې د دوه اړخیزو ګټو په اړه نظرونه تبادله کړل.
د روسیې “تاس” او “انټرفاکس” خبري اژانسونو راپور ورکړی چې د دې لیدنې هدف د پوځي اړیکو د دوام لپاره د یوه منظم او سیستماتیک چوکاټ رامنځته کول وو.

د روسیې او افغانستان نظامي همکاري، د روسي پوځي وسلو او وسایطو ترمیم
یو له هغو مهمو مسایلو چې د روسیې او افغانستان نظامي همکاري کې ورته جدي اړتیا لیدل کېږي، په افغانستان کې د پاتې شویو روسي وسلو او تجهیزاتو ترمیم دی. اوس مهال په افغانستان کې په زیات شمېر کې روسي:
پوځي وسلې،
زغرهوال وسایط،
او روسي څرخکې (هليکوپټرې) شتون لري.
دا وسایل تخنیکي پاملرنې او نويو پِرزو ته اړتیا لري. د راپورونو له مخې، افغان لوري له مسکو څخه غوښتي چې د دې پوځي وسایطو په اساسي ترمیم او ساتنه کې ورسره همکاري وکړي.

د نظامي همکارۍ راتلونکی او ارزښت
د روسیې دفاع وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي چې دواړو لوریو هوکړه کړې ترڅو د منظمې او سیستماتیکې همکارۍ لپاره راتلونکي ګامونه په ګډه واخلي. روسیه چې د افغانستان له اوسنۍ ادارې سره نږدې ډیپلوماټیکې اړیکې لري، هڅه کوي په سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره د کابل له دفاعي بنسټونو سره خپلې اړیکې لا پراخې کړي.
د روسیې او افغانستان نظامي همکاري نه یوازې د وسلو د ترمیم په برخه کې، بلکې د سیمهییز امنیت او د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په ډګر کې هم د اهمیت وړ بلل کېږي. د دې هوکړې له مخې به په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي پلاوي ډېر تګ راتګ وکړي.



