نړۍ

د روسیې خبرداری؛ ترهګر له منځني ختیځ افغانستان ته ځي

د روسیې دفاع وزیر ادعا کړې چې د منځني ختیځ ترهګر افغانستان ته روان دي

اړوند خبر:

د ټرانس افغان ریل لاره: ازبکستان به د کندهار یا د مزارشریف لار غوره کړي؟

طالبانو افغانستان کې د قزاقستان د پانګه‌ونې له لېوالتیا خبر ورکړی

د روسیې دفاع وزیر، اندري بلوسوف، د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې یو ټکان ورکوونکی خبرداری ورکړی او ادعا یې کړې چې له منځني ختیځ افغانستان ته د ترهګرو د لېږد بهیر دوام لري. نوموړي دغه وضعیت د سیمې لپاره یو جدي ګواښ بللی او د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډو او همغږو اقداماتو غوښتنه یې کړې. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې مسکو له طالبانو سره نږدې اړیکې پالي، خو په ورته وخت کې افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د شتون په اړه اندېښنې راپورته کوي.

د روسیې اصلي اندېښنې

د روسیې دفاع وزیر، اندري بلوسوف، د پنجشنبې په ورځ د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې په کلکه وویل چې له منځني ختیځ افغانستان ته د وسله‌والو د راتګ لړۍ روانه ده. د هغه په وینا، افغانستان کې د ترهګریزو مفکورو خپرېدل د ناامنۍ او سیمه‌ییزو ګواښونو اصلي سرچینه ده. نوموړي ټینګار وکړ: ” افغانستان کې دوامداره بې‌ثباتي د دې لامل شوې چې جرمونه او امنیتي ګواښونه له پولو واوړي او د سازمان د غړو هېوادونو امنیت ته جدي خطر پېښ کړي.”

روسیه ادعا کوي چې افغانستان کې تر ۲۰ زیاتې سختدریځې ډلې فعالې دي، چې د وسله‌والو شمېر یې تر ۱۵ زرو اوړي او دا د ټولې سیمې لپاره د خطر زنګ دی.

د ګواښونو پر وړاندې د ګډې مبارزې غوښتنه

بلوسوف یوازې پر اندېښنو بسنه ونه کړه، بلکې د حل لارې یې هم وړاندیز کړې. هغه د شانګهای له غړو هېوادونو وغوښتل، د ترهګرۍ او سختدریځۍ پر وړاندې خپلمنځي همغږي زیاته کړي او ګډ اقدامات ترسره کړي. د هغه په وړاندیزونو کې لاندې ټکي شامل وو:

د دوه‌اړخیزو خبرو اترو پراخول.

د ګډو تعلیمي او پوهاوي پروګرامونو پیل.

د ګډو نظامي تمریناتو ترسره کول، ترڅو د احتمالي ګواښونو پر وړاندې اغېزناک ځواب وویل شي.

هغه زیاته کړه چې روسیه چمتو ده، دې برخه کې خپله نظامي تجربه د سیمې له هېوادونو سره شریکه کړي.

د مسکو دوه ګونی سیاست او د سیمې واقعیتونه

د روسیې دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې له یوې خوا له طالبانو سره ښکاره ډیپلوماټیکې اړیکې پالي او له نړیوالو غواړي چې له اوسني حکومت سره تعامل وکړي، خو له بلې خوا په پرله‌پسې توګه افغانستان کې د ترهګرۍ د شتون له امله اندېښنه ښيي. شنونکي په دې باور دي چې روسیه له دې لارې غواړي د منځنۍ اسیا پر هېوادونو خپل امنیتي نفوذ وساتي او ځان د سیمې د امنیت یوازینی تضمینوونکی وښيي.

د پام وړ ټکی دا دی چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د افغانستان له خاورې د منځنۍ اسیا هېڅ هېواد ته کومه وسله‌واله ډله نه ده اوښتې او نه هم کوم جدي ګواښ پېښ شوی دی.

د طالبانو حکومت غبرګون

د طالبانو حکومت په وار-وار د دا ډول ادعاوو په ځواب کې ویلي، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي. دوی ټینګار کوي چې هېواد کې یې د داعش په ګډون ټولې ترهګرې ډلې ځپلې دي او نور افغانستان کې د فعالیت توان نه لري.

د روسیې وروستۍ څرګندونې د سیمې امنیتي وضعیت ته نوې بڼه ورکوي. که څه هم دا اندېښنې د سیمې د هېوادونو لپاره د پام وړ دي، خو تر شا یې د مسکو ستراتیژیک اهداف هم پراته دي چې غواړي سیمه کې خپل رول د یوه ځواکمن امنیتي لوبغاړي په توګه لا پیاوړی کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button