
اړوند خبر:
روسیه: امریکا او لوېدیځ باید د افغانستان د بیارغونې مسئولیت واخلي
د روسيې لخوا د طالبانو په رسميت پېژندل طالب پلوي د واکمنېدو په څلور کلنه دوره کې خپله لويه ډيپلوماتيکه لاسته راوړنه بولي، خو مخالفين يې بيا دغه رسميت پېژندل د خپلو ګټو لپاره له دې ډلې سره د مسکو تعامل يادوي.
د کابل پوهنتون پخوانی استاد اسماعيل يون وايي، اټکل شته چې روسيې دې دغه اقدام د امريکا په اشاره کړی وي: «امریکا د نړۍ د کلي د خان په توګه کله کله یو نیم کار خپلو انډیوالو او حتی رقیبانو ته هم سپاري، چې په سیمه کې د هغوی د رول او حیثیت د تثبيت سبب شي.»
نوموړی وايي، که يو دغسې اقدام وي دا ګام بيا له خطر لرې او که د امريکا له مشورې پرته وي، نو طالبان دې يو بل ټکر ته ځانونه اماده کړي، چې ښايي د روسیې د نورو متحدينو په څېر پکې دوی هم ځان وبايلي.
نوموړي د طالبانو هغو مخالفينو ته هم پېغور ورکړی، چې د روسيې همکارۍ ته سترګې پر لاره وو.
په امريکا کې د نظامي پوهنتون استاد او پخواني چارواکي علي احمد جلالی بيا ويلي، د مسکو رسميت پېژندنه په سيمه ييزه کچه محدوده اغېزه لري: «طالبان لا تر اوسه د نړۍ مهمو لوبغاړو او ملګرو ملتونو په رسميت ندي پېژندلي.»
په ملګروملتونو کې د افغانستان دايمي استازي نصير احمد فايق بيا روسيه په تېرو دوو لسيزو کې د طالبانو ملاتړې ياده کړې او ويلي يې دي، دا د حيرانتيا کومه خبره نده: «طالبانو ته به لاسته راوړنه وي، خو ولس به لا ډېر بدبخت او په اوږدمهال کې به پر افغانستان ناوړه اغیزې ولري.»
د ازادۍ جبهې مشر جنرال ياسين ضيا، چې دا مهال د طالبانو خلاف نظامي فعاليتونه پر مخ وړي د روسيې دا اقدام غندلی دی: «مسکو ستراتیژیکه تېروتنه وکړه. طالبان به بېرته همدې روسيې او منځنۍ آسیا ته امنيتي سرخوږی جوړوي. د طالبانو خلاف خپل نظامي عمليات پراخوو.»
د پکتيا پخواني والي حليم فدايي بيا له دې وضعيت سره د مقابلې لپاره پر افغان سياستوالو د يو موټي کېدو غږ کړی دی.
د ملي امنیت پخواني سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا بيا دا اقدام د افسوس وړ بللی او پر وړاندې يې په مقاومت او مبارزې ټينګار کړی دی.
د جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت مرستيال شاه محمود مياخېل بيا ويلي، لومړی ولسي مشروعيت مهم دی: «د افغانستان د ستونزو لپاره د حللار نشي پیدا کولی، بلکې هېواد به نور هم د سیمې او نړۍ په رقابتونو کې ښکیل کړي.»
د طالبانو خلاف د نظامي فعاليت کوونکې متحدې جبهې مشر جنرال سميع سادات بيا ويلي، طالبان مشروعيت نلري او نه يې بيرغ په افغانانو پورې اړه لري.
رحمت الله نبیل بيا افغان سياستوالو ته پېغور ورکړی، چې د دوی د نه انسجام او وحدت له وجې روسيې د طالبانو د رسميت پېژندلو جرئت وکړ.