سیمه

د روسیې لوی څارنوال: طالبان باید له تور لېست وویستل شي

اړوند خبرونه:

روسیه: د اوکراین د انرژۍ پر بنسټونو مو بریدونه پیل کړل

ولادیمیر پوټین: اوکراین دې له ۴ سیمو ځواګونه وباسي، روسیه به اوربند وکړي

د روسیې لوی څارنوال د خپل هیواد له سترې محکمې وغوښټل چې طالبان له تور لیسته وباسي او بندیزونه دې پرې ختم کړي.

د روسیې د لویې څارنوالۍ دفتر د دوشنبې په ورځ له سترې محکمې وغوښتل، چې په دغه هېواد کې د طالبانو پر فعالیتونو لګول شوی بندیز پای ته ورسوي.

د مسکو د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو تېره اوونۍ ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یو غوښتنلیک سپارلی و، چې له مخې یې طالبان باید د روسیې د تروریستي سازمانونو له لیست څخه و ایستل شي.

طالبان له ٢٠٠٣ کال راهیسې په روسیه کی د منع شویو ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې دي.

طالبان یوه سیاسي او اسلامي وسله واله ډله ده، چې د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې په افغانستان کې راڅرګنده شوه، او وروسته واک ته ورسېده.

د ۲۰۰۱ په وروستیو کې د امریکا په مشرۍ اپتلاف د طالبانو حکومت وپرزاوه خو کله چې امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې امریکا له افغانستانه ووتله طالبان بیا واک ته ورسیدل.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button