Uncategorized

د روسیې ولسمشر : مسکو په افغانستان کې د ثبات په راوستلو کې مرسته کوي

افغانستان ته ثبات راولي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، مسکو به په افغانستان کې د ثبات په راوستو کې مرسته وکړي. ښاغلي پوتین د ډله‌ییز امنیتي تړون غونډې ته د وینا پر مهال په افغانستان کې د سرپرست حکومت پر هر اړخیزوالي هم ټینګار کړی دی.

دا غونډه د چهارشنبې په ورځ د ارمنستان په یروان ښار کې جوړه شوه. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي: «زموږ لپاره په دې پړاو کې لومړیتوب دا دی، چې په افغانستان کې د یوه ریښتیني ټول شموله حکومت د جوړولو ډاډ ترلاسه کړو چې په مناسبه کچه د ټولو قومونو استازي په‌کې شامل وي. د روسیې ولسمشر په‌دې ناسته کې وویل، هېواد یې په دې باور دی چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د ډله‌ییز امنیتي تړون په چوکاټ کې لا زیاتې همغږۍ ته اړتیا ده.

اسلامي امارت

له بلې خوا اسلامي امارت وايي چې د افغانستان اوسنی حکومت ټولشموله دی او نړیواله ټولنه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. د اسلامي امارت د وياند مرستيال بلال کريمي وايي: « د نظام جوړول، د حکومت جوړول، د جامع حکومت جوړول زموږ د هېواد داخلي مسایل دي.  اسلامي امارت د یو واقعي نظام او د خپل ولس د رښتیني استازي په توګه د افغانستان په کورنیو چارو کې تصمیم نیسي.

نور یی ولوله | متقي : هیله مند یو چې نړی به اسلامي امارت ژر په رسمیت وپېژني.

نور یی ولوله | خلیلزاد: طالبان باید د افغانانو د ژوند اصولو ته ژمن پاتې شي

د سیاسي چارو کارپوهان 

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د ټول شموله حکومت جوړول د افغانانو په ګټه بولي او له سرپرست حکومته غواړي چې د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره له نړیوالې ټولنې سره تعامل وکړي. د سياسي چارو کارپوه عزيز ستانکزی وايي: «هغوی چې له حکومت څخه غواړئ چې حکومت ټولشموله کړئ، هغوی خپل اهداف لري. اما حکومت ته هم پکار ده، چې له نړیوالې ټولنې سره ځان برابر کړي، د هغوی ځينې غوښتنې هم حقیقت لري.

د روسیې ولسمشر په ایروان کې د ډله ییز امنیتي تړو د سازمان په سرمشریزه کې د افغانستان پر وضعیت اندېښنه وښوده او ویې ویل، د دغه سازمان د غړو هېوادونو خاورې ته د ترهګرو ډلو د خپرېدو خطر لا هم ډېر دی، خو اسلامي امارت د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد د ګټې اخيستنې به اړه همېشه ډاډ څرګند کړی دی. په دې غونډه کې د روسیې ولسمشر، د ارمنستان  لومړی وزیر، د بیلاروس ولسمشر، د قزاقستان ولسمشر، د قرغزستان ولسمشر، د تاجکستان ولسمشر او د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان سرمنشی حضور درلود

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button