ژوند او ټولنه

د روغتیا لپاره د شیدو څښلو ګټې

په خوړو کې شیدې هغه نعمت دی چې روغتیا ته ډېره ګټه رسوي

شیدې داسې غذا ده چې د بېلابېلو پروټینونو، کلشیم او نورو موادو ټولګه ده چې خوړل یې وجود ته ډېره ګټه کوي.

د افغانستان په لېرې پرتو سیمو او کلیو کې د ډېرو خلکو ورځني خواړه هم همدا کورني محصولات جوړوي.

afghan (25)
د روغتیا لپاره د شیدو څښلو ګټې

په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې عام باور دا دی چې د غوا یا وزو شیدې د انسانانو لپاره اړینې او روغتیا ته یې ګټورې دي، ډېر خلک خو ان د شپې له څملاستو مخکې د یو ګیلاس شیدو څښلو عادت لري، ځینې بیا سهار د پیو له څښلو سره پیلوي.

انسان او د شیدو خوړل

له انسانانو پرته نور هیڅ مخلوق په غټوالي یا له لویوالي وروسته پۍ نه خوري او انسان یوازینۍ مخلوق دی چې د بل څاروي پرېمانه شیدې او نور محصولات کاروي.

afghan (44)
د روغتیا لپاره د شیدو څښلو ګټې

خو شیدې څه شی دي چې دومره ټینګار پرې کېږي، په ترکیب کې یې څه شی وي، روزانه څومره پۍ وڅښو او څوک یې باید له څښلو ډډه وکړي؟

نور ولولئ:  د مدیریت پېژندنه، د هغې مهارتونه او دندې

نور ولولئ: د خپلو پیسو مدیریت زده کړئ

هڅه کوو دې مطلب کې دا او ډېرې نورې پوښتنې ځواب شي.

څوک چې غوښه ډېره خوري ایا هغوی هم باید شېدو څښلو ته پام وکړي؟

afghan (42)
د روغتیا لپاره د شیدو څښلو ګټې

په بدن کې د ځینو غذاوو کمښت

د ماشومانو د تغذیې یو کارپوه ارون کمار په وینا شیدې د کیلشیم او پروټین په څیر مهم غذایي مواد لري نو هغه کسان چې غوښه او نور هر ډول خواړه خوري او له غوښو پرهېز نه کوي نو که شیدې ونه څښي هم بدن یې له څه خاصې ستونزې سره نه مخ کېږي.

د ډاکتر ارون کمار په باور په ډېرو پخوانیو زمانو کې د ځينو غذاوو کمښت له کبله خلکو خپله ډېره اړتیا له شیدو پوره کوله، خو د ده په ټکو د قحطۍ له هغې زمانې بیا اوس لس زره کاله وروسته هم د پیو څښلو عادت هماغسې پاتې دی.

afghan (43)
د روغتیا لپاره د شیدو څښلو ګټې

دی وايي اوس ډېرو خلکو ته د اړتیا وړ ډېر خوراک رسېږي او په وینا یې که سنجش وشي د “شېدو څښلو اړتیا ډېره نشته.”

د تغذیې دغه کارپوه په دې باور لري “هغه خلک چې یوازې سبزۍ خوري ښه ده چې شیدې هم وکاروي.”

که څه هم افغانان مالداري ساتي، خو په لویو ښارونو کې ډېر کم خلک له شیدو ګټه اخلي. که چېرته تاسې غواړی چې سالم بدن او ښه روغتیا ولری، نو له شیدو خوړل زیات کړئ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button