لوبې

د روډني مارش وروستي مراسم نن ترسره شول

د اسټراليا پخواني ويکټ ساتونکي روډني مارش وروستي مراسم په اډيليډ اوول کې ترسره شوې، چې ډينس ليلي د زړه له کومې هغه ته درناوی وړاندې کړ.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د روډني مارش په وروستیو مراسمو کې د اسټرالیا پخواني چټک توپ اچونکي ډینس لیلي هم ګډون درلود، چې د مرحوم مارش ته یې درناوی وړاندې کړ او ویې ویل چې خپل ملګری به ډېر یادوي.

مارش د مارچ په لومړیو کې د ۷۴ کلونو په عمر د زړه د حملې له امله مړ شو. په کرکټ کې د مارش کیچ او د لیلي بولډ ۹۵ ځله لیکل شوی او اورېدل شوی چې د یوه ویکټ ساتونکي او چټک توپ اچونکي ریکارډ دی.

نور یی ولوله | دملګرو ملتونو دامنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت دیو کال لپاره تمدید کړ

نن په اډیلیډ اوول کې د مارش په وروستیو مراسمو کې تر ۸۰۰ زیاتو کسانو ګډون کړی و. دغه لوبغاړي له ۱۹۷۰ څخه تر ۱۹۸۴ پورې د استرالیا لپاره په ۹۶ ټیسټ لوبو کې ۳۵۵ ویکټې اخیستي چې د تقاعد په وخت کې یو نړیوال ریکارډ دی.

هغه او لیلي په ۱۰۸۴ کې د پخواني لوبډلمشر ګریګ چاپل سره یوځای تقاعد شول. لیلي وویل:((ما څو ورځې ونیولې چې د دې عالي سړي په اړه خپل خیالات ولیکم.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button