ژوند

د زړه ضربان زیاتېدل او د وزن کمېدل د کومې ناروغۍ نښه ده؟

هسې خو د زړه ضربان یا درزا زیاتېدل ډېر محرکات لري او د وزن کمېدل هم د زیاتو بدني یا جسمي ناروغیو پر لور اشاره کوي، خو یوه داسې ناروغي هم شته چې پورته ذکر شوې ستونزې یې عوامل دي.

د تایراید ستونزې یا ناروغي یوه داسې ناروغي ده چې اوس وخت یې په ټوله نړۍ کې عامه بڼه خپله کړې او پورته نښې، نښانې هم د دغه ناروغۍ کېدلی شي، خو دا ناروغي په عام ډول یو کیفیت هم ګڼل کېږي.

نور یی ولوله | د مڼې له دې حیرانوونکو ګټو هم خبر شئ

همدا لامل دی چې دا ناروغي په خلکو کې د پوهاوي د نشتوالي له امله ورځ تربلې وده کوي او د وخت په تیریدو سره چې ناروغ کسان ډاکټر ته مراجعه کوي، ستونزه یې غټه شوې وي.

د تایراید ناروغۍ په نښو کې د زړه ګړندۍ درزا یا ضربان، ډیر خولې کیدل، د ښه رژیم سره سره د وزن کمیدل او ډیر ګرمي کېدل شامل دي.

که چېرته تاسې هم له ورته نښو، نښانو سره مخ شوئ او پوه شوئ چې ستونزه لرئ نو ژر تر ژر ډاکټر ته مراجعه وکړې، څو ناروغي مو ژر تشخیص او درملنه شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button